اطلاعات روز: په بلخ کې سرچینو ویلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې په دې ولایت کې انټرنیټ ته لاسرسی محدود شوی دی.
د سرچینو په وینا، په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا نن (دوشنبه، ۲۴ د وږي) له دې فرمان سره سم، په کورونو او دفترونو کې د شرکتونو له لارې وړاندې کېدونکي انټرنیټ (کیبل او وای فای) ته لاسرسی قطع کړی دی.
سرچینې وایي چې اوس مهال په مزار شریف کې انټرنیټ یوازې د موبایل له لارې د لاسرسي وړ دی.
د سرچینو په وینا، په بلخ کې هم په دولتي ادارو کې انټرنیټ ته لاسرسی له تېرې اونۍ راهیسې قطع شوی دی. سرچینې وایي چې د پاسپورټ او ګمرک په شمول ادارې له ستونزې سره مخ دي.
دا انیټرنیټ ته پر لاسرسي د طالبانو لومړی محدودیت دی. د دې محدودیت وضع کول لا هم روښانه نه دي. تر اوسه په بلخ کې د طالبانو محلي مسوولینو هم څه نه دې ویلي.
په بلخ کې سرچینې وایي چې ممکن په نورو ولایتونو کې هم پر انټرنیټ بندیز ولګېږي.
همدا راز، اطلاعات روز ته د طالبانو له منځه هم ځینو سرچینو ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله خپلې کابینې ته د دې امر د عملي کولو وړاندیز کړی دی او له دې سره-سره افغانستان ته له انټرنیټ سره د تړلو توکو (کیبلونه او نور) پر واردولو هم بندیز لګول او د سرچینو په وینا، اوس مهال په ګمرکونو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت اړوند توکي راګرځول شوي دي.