اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د امربالمعروف محتسبینو د موسیقۍ اوریدلو او غږولو ۹۵ وسایل سوځولي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالعمروف ریاست څخه نن (سې شنبه، ۲۵ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وسايل د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د چپرهار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو له خوا د کارولو پر وخت ترلاسه شوي دي.
طالبانو له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په ګاونډ لغمان ولایت کې هم سلګونه د موسیقۍ غږولو آلې سوځولې وې او دغه راز یې ګڼ شمېر کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي وو.
په همدې حال کې یو شمېر سرچینې وایي، چې د طالبانو د امرباالمعروف محتسبینو د دغه ولایت پر لویو لارو او ښار ته په داخلېدونکو دروازو کې د کنټرول پوستې جوړې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې د امربالمعروف محتسبین په دغو کنټرولي پوستو کې له موټرچلونکو څخه په ټېنګار سره غواړي چې د موسیقۍ له اورېدو او خپرولو په جدي ډډه وکړي.
عام وګړي پر طالبانو نیوکه کوي چې پر موسیقۍ د بندېز له امله یې د خوښیو پروګرامونه پېکه شوي او طالبان ورځ تر بلې پر خلکو د لا ډېرو ټولنیزو محدوديتونو په لګولو سره خپل اصلي مسووليتونه هېر کړي دي.
طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته د موسیقۍ پر غږولو او اورېدلو بندېز لګولی، چې له امله یې زیاتره هنرمندان له افغانستانه کډوال شوي او پاتې هغه یې له د اقتصادي ستونزو له امله سخت زیانمن شوي دي.