اطلاعات روز: تر بلخ وروسته طالبانو په کندهار او هلمند ولايتونو کې هم ليني انترنیټ بند کړی دی.
په کندهار او هلمند کې ځايي سرچينې وايي چې په دې دوو ولايتونو کې نن (سې شنبه، ۲۵ د وږي) تر غرمې وروسته د نوري فايبر (ليني) انترنيټ کارونه پر ملکي ادارو او عامه ځايونو په بشپړ ډول قطع شوې.
په ورته وخت کې د کندهار يو شمير اوسيدونکي چې له ليني انترنيټ څخه استفاده کوي هم منلې چې دا انترنيت ورباندي بند شوی او دامهال دوی يوازي د مخابراتي شبکو له انترنيټ څخه استفاده کوي.
دا په داسي حال کې ده چې تيره شپه د طالبانو د بلخ د والي وياند وويل چې د ملاهبت الله د يوي پريکړي په اساس یې له منکراتو د مخنيوي په موخه نوري فايبر انترنيت بند کړی دی.