اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ سرپرست جان کلي د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې او تعامل تګلاره نه ده توانیدلې چې پایدارې پایلې ورکړي.
ده په هغه غونډه کې چې نن ماښام (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) وشوه، وویل چې د طالبانو اقدامات په نېکې ارادې سره تعامل ته لېوالتیا نه ښیي.
ده ویلي چې امریکا زیاته شکمنه ده چې طالبان به پر نړیوالو تعهداتو او یا هم د افغانستان پر تعهداتو عمل وکړي.
ده ویلي چې امریکا د طالبانو عمل ته ګوري، نه د دې ډلې خبرو ته.
دې امریکایي ډیپلوماټ ویلي چې هیواد یې د دوحې د بهیر په تړاو د طالبانو پر حسن نیت هم شک او جدي اندېښنه لري.
ده ویلي: «په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات په دې بهیر او کاري ډلو کې یې ګډون کوي، مګر د طالبانو د انګېزو په تړاو شکمن یو. موږ نشو کولای پر یوې داسې ډلې باور وکړو چې بې ګناه امریکایان نیسي، پر تروریزم ضد ژمنو عمل نه کوي او د افغانستان د خلګو بنسټیزې اړتیاوې له پامه اچوي.»
ده پر ښځینه مرستندویانو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې وویل چې د دې ډلې ځپونکي سیاستونه د زلزلې ناورین ته د بشرپالي غبرګون مخنیوی کوي.
جان کلي ویلي چې د طالبانو سیاستونه به د افغانستان د خلګو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
له دې سره-سره، ده ویلي چې په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب لا هم د امریکایي وګړو خوندیتوب دی او په دې کې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو کمېدل او د ټولو نیول شویو امریکایانو خوشي کېدل شامل دي.
ده ټینګار کړی چې د امنیت شورا د ټولو غړو په ګټه ده چې ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان نور هیڅکله د ترهګرو په پټنځای نه بدلېږي، طالبان د تروریزم ضد ژمنو عمل کوي او د یرغمل نیونې ډیپلوماسي نه کوي.
د امریکا استازي ټینګار کړی: «همکارانو، دا شورا باید له طالبانو د مسوولانه اقداماتو غوښتنه وکړي. د افغانستان وګړي تر دې د بد څه وړ نه دي.»
ده ویلي چې د یوناما په شمول سیاسي ماموریتونه باید پر خپلې اصلي دندې د ټاکلو معیارونو په رڼا کې چې د سولې او امنیت ترویج دی تمرکز وکړي.