close
Photo: UNAMA

اوتنبایوا: نړۍ په وروستیو څلورو کلونو کې له افغانستان سره ۱۳ میلیارد ډالره مرسته کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما ریيسې رزا اوتنبایوا ویلي چې نړيوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهيسې تر اوسه پورې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیارد ډالره مرستې کړې دي.

اغلې اوتنبایوا نن ماښام (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې وويل چې د دې بودجې له جملې څخه ۷.۹ ميليارد ډالر د بشردوستانه مرستو لپاره او ۴.۹ ميليارد ډالر د بنسټيزو اړتياوو لپاره ورکړل شوي دي.

هغې زياته کړې چې د ځينو راپورونو خلاف د دې مرستو ډېری برخه د طالبانو له لويې مداخلې پرته وېشل شوې ده.

اوتنبایوا وويل چې د ملګرو ملتونو سازمان د خطر مديريت او د څارنې سيستمونه پياوړي کړي تر څو د مرستو د انحراف خطر تر ټولو ټيټې کچې ته راکم کړي.

هغې همداراز وويل چې د ملګرو ملتونو سازمان د هغو نغدو پيسو د لېږد مسووليت پر غاړه اخيستی چې د بشردوستانه عملياتو لپاره اړينې وې او دا د افغانستان د سخت مالي او نغدي بحران له وجې يوه اړتیا وه.

اغلې اوتنبایوا وويل: «بې له دې لومړنيو نغدو لېږدونو پرته د بشردوستانه غبرګون پروسه له منځه تلله او د افغانستان د خلکو لپاره به يې فاجعه‌ ناکې پايلې لرلې.»

اوتنبایوا په داسې حال کې د مرستو په وېش کې د طالبانو پر نه مداخلې ټینګار کوي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د طالبانو د پراخې مداخلې په اړه راپور ورکړی و.

اوچا راپور ورکړی و چې د روان ميلادي کال په جولای مياشت کې په بشرپالو چارو کې ۱۰۴ د مداخلې پېښې ثبت شوې چې ۹۵ سلنه يې د طالبانو له لوري ترسره شوې وې.

دې ادارې ويلي چې د طالبانو په مداخلو کې د تدارکاتو او استخدام په بهير کې لاسوهنې، د مرستو تر لاسه کوونکو د ټاکلو په بهير کې مداخلې، د کارکوونکو د نوملړ او حساسو معلوماتو غوښتنه، د پروګرامونو په عملي کولو کې خنډونه جوړول او د ښځو او نجونو له لوري د خدماتو د ترلاسه کولو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کول شامل وو.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د بيا رغونې ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) هم د طالبانو له پراخو مداخلو پرده پورته کړې وه.

سیګار راپور ورکړی و چې طالبان پر بشردوستانه بنسټونو فشار راوړي څو هزاره او تاجک مېشتو سيمو ته د مرستو د وېش مخنيوی وکړي او همدارنګه له دې ادارو د هزاره کارکوونکو د شړلو غوښتنه کوي.