اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو امربالمعروف ریاست محتسبینو د خبریالانو او رسنیو له کارکوونکو سره په یوه ناست کې خبرداری ورکړی چې ږېرې پرېږدئ او خپل ظاهري څېرې په «شریعت» برابرې کړئ.
د یادې ناستې د ګډونوالو له ډلې یې یو تن اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف په دغه ولایت کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي مکلف کړي، چې ځانونه پر «شریعت» برابر او د دوی اصول مراعت کړي.
سرچینه زیاتوي، چې امربالمعروف په ټینګار سره له رسنوالو غوښتي څو ږېرې پرېږدي او دغه راز پنځه وخت لمونځ په جماعت سره ادا او خپلې خپرونې معیاري کړي.
سرچینې وویل: «امربالمعروف محتسبینو د لغمان له ټولو خبریالانو او رسنیو له مسوولانو په یوه ناست کې ټینګار کړی، چې ظاهري څېرې باید د اسلامي شریعت په چوکاټ برابر کړي ډېر ټېنګار د ږېرې په پرېښودو او دغه راز د خپرونو په معیاري کېدو شوی دی.»
د سرچینې په وینا، د امربالمعروف محتسبینو په ټولنه کې د رسنیو او خبریالانو رول مهم بللی او زیاته کړې یې ده، که خبریالان او رسنۍ اصلاح نه شي ټولنه له بربادۍ سره مخامخ کېږي.
په همدې حال کې د لغمان د رسنیو له دفتره نن (پنجشنبه، ۲ ۷د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د امربالمعروف محتسبینو له خبریالانو او د رسنیو له مسوولانو سره ناست کړې.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې ناست کې د رسنیو له مسوولانو په ټېنګار سره غوښتل شوي، چې خپلې ټولې خپرونې دې له شرعي معیار سره برابرې جوړې او دغه راز دې له هغه خپرونو او خبرونو له خپرولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې له رسنوالو غوښتل شوي چې پنځه وخت لمونځ په جماعت سره ادا او دغه راز خپلې ظاهري څېرې د شریعت په چوکاټ کې برابرې کړي.
له دې وړاندې په کندهار کې هم د طالبانو امربالمعروف ادارې له خبریالانو غوښتي و، چې پګړۍ په سر او ځان دې پر شریعت برابر کړي.
طالبانو د خپلې تېر څلور کلنې واکمنۍ پر مهال د لغمان په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو په انځور او ویډیو اخیستلو او خپرولو بندېز لګولی او دغه راز پر رسنیو یې محدودیتونه تر بل هر وخت سخت کړي دي.