اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې پنځه کېلو کرامه بیروج ګران بیه ډبرې د یو مېلیون او ۸۱۰ زره افغانیو په ارزښت پلورلې دي.
د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رييس سید رحیم عمیر وايي، دا ډبرې نن (پنجشنبه، ۲۷ د وږي) د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې دا ډبرې د نورګرام ولسوالۍ د پشګر درې له کانونو استخراج شوې وې چې له درکه یې ۱۸۱ زره افغانۍ عواید د طالبانو حکومت خزانې ته هم جمع شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې هم د نورستان په دواب ولسوالۍ کې ۹ زره کېلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د څه باندې ۹۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورلې وې.