close
Photo: DawnNewsTV

په چمن کې پر افغان کډوالو چاودنه؛ شاوخوا پنځه تنه وژل شوي

اطلاعات روز: سرچینې خبر ورکوي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کندهار له سپین بولدک سره د سرحد لرونکي چمن ښار په «باول» نومې ټیکسي اډه کې پر افغان کډوالو چاودنه شوې او له امله یې له لومړنیو معلوماتو سره سم شاوخوا پنځه تنه وژل شوي او تر لسو زیات ژوبل دي.

سرچینو ویلي چې دا پېښه نن (پنجشنبه، ۲۷ د وږي) شوې او ځینو سرچینو دا ځانمرګی برید بللی او زیاتوي چې چاودنه هغه مهال وشوه کله چې د افغان کډوالو په کډو بار لارۍ په اډه کې ولاړې وې.

سرچینو خبر ورکړی چې تر ډېره حده مرګ ژوبله افغان کډوالو ته اوښتې ده.

بل پلو پاکستاني رسنیو هم دا برید تایید کړی دی. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې په برید کې پنځه تنه وژل شوي او پاکستاني امنیتي ځواکونه د پېښې په اړه پلټنې کوي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.