اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که د باګرام اډه امریکا ته ور نه کړي، «بدې پېښې» به رامنځته شي.
نوموړي تېره شپه (شنبه، ۲۹ د وږي) په خپله ټولنیزه شبکه ټروټ سوشیال لیکلي: «که افغانستان د باګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې جوړه کړې یې ده، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته ور نه کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي!!!»
د ټرمپ خبرداری وروسته له هغه راځي چې هغه د جمعې په ورځ د باګرام په اړه له طالبانو سره د خبرو یادونه کړې وه.
امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په لندن کې په ښکاره توګه اعلان وکړ چې د هغه حکومت هڅه کوي د باګرام هوایي ډګر بېرته تر لاسه کړي.
هغه د بریتانیا له صدراعظم، کیر سټارمر، سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ هڅه کوو هغه بېرته تر لاسه کړو، ځکه طالبانو زموږ څخه ځینې شیان غواړي. موږ هغه اډه بېرته غواړو.»
اوسني او پخواني امریکایي چارواکي وايي، د باګرام هوایي اډې نیول او ساتل د لسګونو زرو سرتېرو استولو ته اړتیا لري، چې مانا یې د امریکا بیا برید او جګړې ته ستنېدل دي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري چې بګرام د بېلابېلو دلیلونو لپاره مهم دی:
د چین څارنه، چې د افغانستان له پولو سره یې واټن له ۵۰۰ میلو کم دی،
د نایابه عناصرو او کانونو د استخراج لپاره لاسرسی،
د داعش ضد ترهګریز ضد مرکز جوړول،
او ښایي یو دیپلوماتیک مرکز بېرته هم پرانستل شي.
اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو ویلي چې د بګرام هوايي اډې نیول او ساتل به لسګونه زره سرتیرو ته اړتیا ولري، چې دا به په افغانستان د امریکا د بل یرغل معنی ولري.
په همدې حال کې بیا طالبانو ویلي، چې د امریکا سره د تعامل او معاملې دروازه خلاصه ده، خو د دې هېواد پوځي حضور په افغانستان کې د منلو وړ نه دی.