اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د طالبانو رنجر او کرولا ډوله موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې د درېیو طالبانو په ګډون اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یو عیني شاهد محمد یاسر وویل، چې پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۹ د وږي) ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند «کاکڅ» سیمه کې شوې.
د هغه په خبره په یاده پېښه کې د یو طالب په ګډون درې کسانو خپل ژوند بایللی او څلور تنخ نور ټپیان شوي، چې دوه یې طالب سرتیري دي.
تر اوسه پخپله طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې له نظامي موټرو سره د طالبانو د بې احتیاطۍ له امله ورته پېښې رامنځته شوي دي.
په دې ورستیو کې د کابل-جلال اباد په لویه لاره ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي او مسوولین یې هم لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي بولي.