اطلاعات روز: په فراه کې ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د دې ولايت د خاک سفید ولسوالۍ په «سرجي» سیمه کې د درو کم عمرو نجونو جسدونه په يوه څاه کې موندل شوي دي.
دې سرچينې چې نه غواړي هويت يې ښکاره شي ویلي چې دا درې نجونې چې دوې يې خوندې او يوه يې د اکا لور وه د درو واړو عمرونه له ۵ څخه تر ۱۰ کالو په شاخوا کې وو.
په ورته وخت کې فراه کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر سيمه ييزو خبريالانو ته دا پيښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې يادې نجونې د دوی امنيتي ځواکونو د شنبې په ورځ (۲۹ د وږي) تر غرمې وروسته له دې څاه څخه راکښلې دي.
د طالبانو په وینا، ۱۱ ورځې وړاندې درې سره نجونې له کوره ورکي شوې وې خو زياتوي چې تراوسه د پيښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوي.
دا په داسي حال کې چې په افغانستان کې په تيرو وختونو کې هم ډير وخت ماشومان په جنايي پيښو کې وژل شوي وي.