close
Photo: Bust Hospital

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا پېښې زیاتې شوې دي

اطلاعات روز: نړیوال روغتیایي سازمان وایي چې د روان میلادي کال د اګست میاشت کې د ملاریا پېښې په افغانستان کې ۲۱.۷ سلنه زیاتې شوې دي.

دې ادارې نن (یکشنبه، ۳۰ د وږي) په یوه راپور کې ویلي چې په دې میاشت کې په افغانستان کې د ملاریا ۱۲ زره او ۸۹۷ پېښې تایید شوې دي.

نړیوال زوغتیایي سازمان ویلي چې دا شمېر د جولای میاشتې په پرتله ۲۱.۷ سلنه زیاتوالی ښيي او له اپریل میاشتې راهیسې د دې ناروغۍ د پېښو د ډېرېدو لړۍ څرګندوي.

په راپور کې ویل شوي چې سخت تنفسي عفونتونه (سینه بغل)، شري، سختې نس ناستې او د کانګو تبه په افغانستان کې راکمې شوې دي.

خو دې سازمان ویلي چې یوازې د اګست په میاشت کې د سختو تنفسي عفونتونو له امله ۱۴۲ تنه، د شري له امله ۱۷ تنه، د سختې اوبه‌دارې نس ناستې له امله ۱۱ تنه او د کریمه-کانګو وینې بهیدونکې تبې له امله ۱۶ تنه مړه شوي دي.

د نړیوال روغتیایي سازمان د راپور له مخې، په همدې میاشت کې په افغانستان کې ۲۰ زره او ۷۲۱ د سختې اوبه‌دارې نس ناستې نوې پېښې، ۶۸ زره او ۳۴۵ پېښې د سختو تنفسي عفونتونو، څلور زره او ۹۹۳ د شري شکمنې پېښې او ۱۶۶ د کانګو د وینې بهیدونکې تبې نوې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د سختې اوبه‌دارې نس ناستې کچه ۲۴.۲ سلنه، د سختو تنفسي عفونتونو ۱۷.۲ سلنه، د شري ۴۷.۱ سلنه او د کانګو د وینې بهیدونکې تبې ۳۳.۳ سلنه د جولای میاشتې په پرتله کمه شوې ده.

 د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې یوازې د اګست په میاشت کې ۲۷۳ د ډینګي تبې نوې پېښې او ۲۰۸ د کرونا نوې پېښې ثبت شوې دي، خو د دې ناروغیو له امله د مرګ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د راپور له مخې، د دې ناروغیو پېښې هم په ترتیب سره ۱۹.۵ سلنه او ۶۳.۸ سلنه کمې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ناروغیو کچه لا هم لوړه ده او په ختیځ افغانستان کې د زلزلې پېښې د ننګونو کچه لا پسې زیاته کړې ده.

دې سازمان له اړوندو بنسټونو غوښتي چې اغېزمنو شویو خلکو ته روغتیایي مرسته رسول خپل لومړیتوب وبولي او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او وقایې لپاره هڅې زیاتې، د ناروغیو د پېژندنې پروسه پیاوړې او د ملاریا او ډینګي تبې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.