اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو او یوې وسله والې ډلې ترمنځ نښته کې دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې ده.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دا جګړه تېره شپه (یکشنبه، ۳۰ د وږي) ناوخته د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «ریګيګنج» سیمه رامنځته شوې.
د سرچینې په وینا، په دې جګړه کې درې طالب سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او همدارنګه د مقابل لوري هم دوه تنه وژل شوي دي.
د دغه نښتې او وسله والې ډلې ترمنځ تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د طالبانو ترمنځ یوې سرچینې یاد کسان داعش یاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې درې ورځې وړاندې پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د بلوڅ ډلې یو قومندان، ګل رحمان په هلمند کې وژل شوی دی. نوموړی د پاکستان په کویټه کې د جعفر اکسپرس پر اورګاډي د برید طراح بلل کېده.
هلمند کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې جګړې او وروستیو پیښو په تړاو څه نهدي ویلي.