close

ننګرهار کې د نوري فایبر انټرنېټ له پرې کېدو وروسته سوداګریزې چارې ټکنۍ شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې سوداګر شکایت کوي، چې له نورو ولایتونو سربېره په دغه ولایت کې هم د نوري فایبر انټرنېټ پرې کېدو د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي او سوداګریزو برخه کې ستونزې رامنځته کړي او تر ډېره یې سوداګریزې چارې ټکنۍ کړې دي.

افغان سوداګر غلام الله وایي، له کله راهیسې چې نوري فایبر انټرنېټ پرې شوی، په ننګرهار او تورخم ګمرکونو کې سوداګریزې چارې ټکنۍ شوي چې له امله یې لسګونه له توکو بار موټر ایسار پاتې دي.

هغه زیاتوي چې د نوري فایبر انټرنېټ د نشتون له امله یې د توکو اړوند اداري چارې په ټپه ولاړې دي او په عادي انټرنېټ هغسې کار نه کوي، چې له امله یې د دوی سوداګریزې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.

غلام الله وویل: «څو ورځې کېږي چې په ننګرهار او تورخم ګمرک کې زمونږ له توکو بار موټرې ولاړې دي، د ګمرک مامورین وایي د نوري فایبر انټرنېټ له قطع کېدو وروسته سیستم کار نه کوي او همدا لامل دی؛ چې سوداګریزې چارې ټکنۍ شوي او ان بیخي په ټپه درېدلې دي.»

یو بل سوداګر زبیر مومند هم په ګمرکي ادارو کې د نوري فایبر انټرنېټ قطع کېدو اندېښمن کړی او په خبره یې که حالت همداسې دوام وکړي، نو سوداګر به خپلې پانګې نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته د بانکي سېسټم چارې ټکنۍ شوي او د پېسو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره اړ دي چې پیسې د صرافیو له لارې په لوړ لګښت له هېواده بهر ولېږدوي.

مومند وویل: «په دې تېرو څو ورځو کې بانکي سیستم ټکنی شوی او مامورین یې همدا خبره کوي چې انټرنېټ کمزوری او د ډېر کار پرې نه شي کولای، دغه راز په ګمرکي او نورو ادارو کې هم دا حالت دی سوداګر له زیاتو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه اوس ټوله سوداګري په انلاین بڼه ده نو که چېرې د انټرنېټ ستونزه حل نه شي پانګوال به خپلې پانګې له هیواد وباسي او دا به ناوړه پایلې ولري.»

نوموړی ټېنګار کوي ترهغې چې د انټرنېټ د پرې کېدو مسئله حل نه‌شي، هېواد کې به د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ستونزې پر خپل ځای پاتې وي.

په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوې مهمې سرچینې هم منلې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د نوري فایبر انټرنېټ نشتوالي له امله په تورخم او ننګرهار ګمرکونو کې لسګونه موټر بند پاتې دي چې له همدې امله سوداګر له مالي زیان سره مخ شوي دي.

سرچینه زیاتوي: «د نوري فایبر انټرنېټ پرې کېدو په سوداګرۍ مستقیما منفي تاثیرات لرلي، ځکه ګمرکي چارې ټولې انټرنېټ پورې تړلي او عادي انټرنېټ دومره کار نه شي کولای همدا لامل دی چې سوداګریزې چارې د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته ځنډنۍ شوي او دې چارې سوداګر له مالي زیان سره مخ کړي.»

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه محمد نعیم درانی وایي، چې د انټرنېټ پرې کېدل به په سوداګریزه، اقتصادي او نورو برخو کې ناوړه پایلې ولري.

هغه خبرداری ورکوي که طالبان د نوري فایبر انټرنېټ د پرې کېدو پرېکړه بېرته وانخلي؛ شونې ده چې سوداګري به په ټپه ودرېږي او سوداګرو ته به له افغانستانه د پانګې د فرار زمینه برابره شي.

درانی زیاتوي: «همدا اوس هم د انټرنېت د پرې کېدو له امله سوداګري خرابه شوې، په زرګونه کسانو چې انلاین سوداګري یې کوله بې روزګاره شوي او دغه راز اداري چارې په ټپه درېدلي دي؛ د طالب مشر دا پرېکړه بېځایه ده نو اوس ورته په کار ده چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.»

افغانستان یو واردونکی هېواد دی او تر ډېره خپل د اړتیا وړ توکي له نورو هېوادونو واردوي او د دې چارې د مخې ته وړلو لپاره اړتیا ده چې سوداګر خپله راکړه ورکړه د بانکي سېسټم له لارې وکړي.

د معلوماتو له مخې طالبانو اوسمهال د هیواد لږ تر لږه په ۱۶ ولایتونو کې نوري فایبر (کېبل) انټرنېټ پرې کړی، چې له امله یې سوداګر او عام وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.