close

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو ټپي شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۳۰ د وږي) د چپرهار ولسوالۍ اړوند «دولتزیو» سیمه کې د موټر سایکل او سراچه ډوله موټر ترمنځ رامنځته شوې.

د هغه په خبره، چې پر موټر سایکل ښځه، خاوند او یو کوچنی زوی یې سپاره چې له یوې سراچې موټر سره یې ټکر کړی او په پایله کې یې زوی او پلار خپل ژوند بایللی او ښځه ټپي شوې ده.

حماد زیاته کړه، چې ټپي شوې ښځه د درملنې لپاره سیمه ییز روغتون ته انتقال شوې چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت اندېښمنونکی بللی دی.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې ترافیکي قوانین رعایت کړي او د سفر پر مهال د احتیاط لارښوونې عملي کړي، څو د ورته ناوړه پېښو مخنیوی وشي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعات هغه لاملونه دي، چې له کبله یې ډېر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.