اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د طالبانو امربالمعروف د دې ولایت په ښار کې د هغو نارينه خياطانو پر کار بندیز لګولی، چې د ښځو جامې یې ګڼدلې.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې کندهار کې د طالبانو امربالمعروف رياست محتسبینو تېره ورځ (یکشنبه، ۳۰ د وږي) د ښار اړوند «رنګريزانو» کوڅه او ګڼو نورو ځایونو کې نارینه خیاطان د ښځینه جامو ګنډلو څخه منعه کړي دي.
سرچينه زیاتوي، چې طالبانو تېره اوونۍ د همدغه خياطان له ډلې لس تنه نیولي وو، خو بیا یې بیرته خوشې کړي وو.
د سرچينې په خبره چې دا مهال په کندهار ښار کې ټول هغه ځايونه چې مخکې پکې د ښځو جامې ګنډل کيدې په بشپړ ډول د طالبانو لخوا بند شوي دي.
سرچينې وایي، چې خياطانو دغه راز د طالبانو امربالمعروف رياست څخه د خپل کار بندیز په اړه د شرعي دلیل غوښتنه کړې وه، خو هغوی ورته ګواښ کړی که بل ځل شرعي دلیل وغواړي سخته سزا به ورکړي.
طالبانو داسې مهال په کندهار کې د نارینه خیاطانو پر کار بندیز لګولی، چې دوی لسګونه کلونه دغلته د ښځو جامې ګنډلې دي.
کندهاري خیاطان وایي، چې دا یې مسلک دی او له همدې لارې خپله کورنۍ ساتي، خو اوس پرې طالبانو د نامعلوم دلیل له مخې کار بند کړی دی.
طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو وروسته پر ښځو د ژوند کړئ تنګه کړې او د نړیوالو غبرګونونو سره سره یې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی دی.