اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې د ۹۳ اعشاریه ۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۵۹۷ کېلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورلې دي.
د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رييس محمد شېرین حقاني وايي، دا ډبرې نن (چهارشنبه، ۲ د تلې) د دغه ولایت مرکز اسعداباد کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په مارکېټ کې پلورل شوي.
محمد شېرین حقاني زیاتوي، د دغو ډبرو له درکه ۹ اعشاریه ۳ مېلیونه افغانۍ د طالبانو حکومت خزانې ته هم جمع شوې دي.
هغه نه دي ویلي، چې دا ډبرې د کونړ له کومې برخې استخراج او پلورل شوي، خو چپه دره د کونړ یوه له هغو ولسوالیو ده چې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو سلګونه کانونه لري او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغو کانونو د استخراج چارې چټکې شوي دي.