close

هلمند کې طالبانو ۹۴ کسان ایران ته د غيري قانوني تګ په تور نیولي 

اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې ځايي سرچيني خبر ورکوي چې د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د تيرې سې شنبې (۱ د تلې) په سهار ۹۴ هغه ځوانان چې غوښتل يې په غيري قانوني ډول ايران ته ولاړ شي په لاره کې د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

دا سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي چې دا پيښه د مارجي ولسوالۍ په «سیستان» سيمه کې شوې ده.

د سرچينې په خبره، د دې انساني قاچاق په تور ۴ قاچاقبران او  درې موټر هم نيول شوي دي.

دا کسان چې د بیلابیلو ولايتونو وو؛ بیرته خپلو ولايتونو ته انتقال شوي او د طالبانو له لوري په ضمانت خوشي کړل شوي دي.

تر دې مخکې په نيمروز ولايت کې هم لسګونه هغه ځوانان چې غوښتل يې په غيري قانوني ډول ايران ته ولاړ شي د طالبانو له خوا نيول شوي وو.