اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په «شهید بازار» کې د پاپړو یو سوداګر په ډزو وژل شوی دی.
ځایي سرچینه وایي چې یاده پیښه نن (چهارشنبه، ۲ د تلې) تر غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده.
سرچینې ویلي چې د دې قتل په تور طالبانو یو کس نیولي او سرچینو په وینا تورن کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د سرچینې په خبره چې قاتل ادعا کړې چې یاد کس یې زوم دی او تیره کال یې د هغه لور وژلې وه.
سرچینو د وژل شوي د هویت په اړه نور جزییات نه دې ورکړي خو زیاتوي چې وژل شوی او په قتل تورن کس دواړه اصلي د ارزګان ولایت اوسیدونکي دي.
د یادونې وړ ده چې د کورني تاوتریخوالي له امله وخت ناوخته په بېلابېلو ولایتونو کې مرګونې پېښې رامنځ ته کېږي.