اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې پر مهال پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یو عیني شاهد عبدالمتین وایي، چې پېښه نن سهار (پنجشنبه، ۳ د تلې) د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «مشالې کمر» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره په یاده سیمه کې یو فیلډر موټر د ګړندي تګ له امله د سړک غاړې له موانع سره ټکر کړی، چې پر مهال یو کس ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ، بې احتیاطي، د ترافیکو قوانینونو نه مراعات، د پاکستان لاس موټرو شتون، د موټر چلوونکو له لوري د نشه یي توکو کارول او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.