اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو یو غړی وژل شوی.
سرچینې وویل چې دا طالب جنګیالی زرین خان نومېږي او تېره شپه (پنجشنبه، ۱۰ د تلې) د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ په «دوکلام» سیمه کې له پاکستاني پوځیانو سره په نښته کې وژل شوی.
سرچینې ویلي، د دواړو لوریو ترمنځ نښته پرون سهار پیل شوې وه او په ځنډني ډول یې تر نن سهار پورې دوام درلود.
په دې جګړه کې طالبانو پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو او د هغوی د پوستو په نښه کولو ادعا هم کړې خو سرچینو تر اوسه کره معلومات نه دي شریک کړي.
یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې دا نښته د دواړو لورو ترمنځ د پاکستاني عسکرو له لوري د اغزن تار د غځولو پر سره را منځته شوې.
تېره شپه د دې جګړې له امله له سیمې ګڼو کورنیو خپل کورونه هم پريښي وو.
بل لور ته یوې بلې سرچینې ویلي چې نن (جمعه، ۱۱ د تلې) غرمه شاوخوا دولس بجې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د کونړ د دانګام ولسوالۍ په «بنشاهي کنډو» کې هم وسلواله نښته پیل شوې.
تر اوسه د دې نښتې د لامل او احتمالي اوښتو زیانونو په تړاو کره جزیتات نه دې ترلاسه شوي.
کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ کونړ کې «ډېورنډ کرښې» ته څېرمه د اغزن تار غځولو، امنیتي پوستو جوړول او نورو مسایلو له امله جګړې شوي او یو بل ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړي.