اطلاعات روز: د افغانستان او بنګلدېش د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ په دویمه شل اوریزه لوبه کې بنګلدېش په دوو ویکیټو افغانستان ته ماتې ورکړه او په دې توګه د درو شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ کې پر افغانستان دوه پر صفر مخکې دی.
د افغانستان او بنګلدېش تر منځ په نننۍ (جمعه، ۱۱ د تلې) لوبه کې افغانستان لومړی د توپ وهنې په کولو سره وکولای شول چې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړي.
بنګلدېشۍ لوبډلې د هدف په تعقیب کې اته لوبغاړي له لاسه ورکړل خو ویې کولای شول چې په وروستي اور کې لوبه له افغانستان څخه وګټي.
بنګلدېش پرون هم په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغانستان ته په څلورو ویکیټو ماتې ورکړې وه.
همدا راز ټاکل شوې ده چې دواړې لوبډلې به راتلونکې یکشنبې د وروستۍ درېیمې شل اوریزې لوبې لپاره سره مخ کېږي.