اطلاعات روز: کاپیسا کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په یوه جنایي پیښه کې څلور کسان په ډزو وژل شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، چې دا کسان پرون (جمعه، ۱۱ د تلې) مازدیګر مهال د تګاب په «درم درم» سیمه کې وژل شوي دي.
فایز د دغو څلورو کسانو د وژنې انګیزه غچ اخیستنه بولي او وايي، چې تېر کال دغو څلورو کسانو د «صدیقالله» په نوم کس چې د «ملنګ» زوی و، په «تیروتنه» وژلی و، خو په وینا یې چې دا قضیه د روغې جوړې له لارې حل شوې وه.
د فایز په وینا، د صدیقالله ورونو، چې شفیعالله او طالب نومېږي او د الهسای ولسوالۍ اوسېدونکي دي، پرون د خپل ورور د وژنې د غچ اخیستلو لپاره د هغه قاتلان کاپیسا ته رابللي او وروسته یې وژلي دي.
فایز زیاته کړې، چې شفیع الله او طالب له پیښې وروسته د کوټي کلي ته تښتیدلي او دوی په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.
هغه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو نوموړي د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبریال د پیغام په ځواب کې وویل، چې هغوی ملکي کسان وو.
ورته مهال تګاب ولسوالۍ کې سرچینې وایي، چې وژل شوي کسان د طالبانو غړي او د لوګر ولایت اوسیدونکي وو، چې دا مهال یې پروان ولایت کې دندې درلودې.
