پر بارامچه او سپین بولدک د پاکستان بریدونه؛ لږ تر لږه یو ملکي وګړی وژل شوی

د کندهار له سپین بولدک او د هلمند له بهرامچې څخه ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د پاکستاني بي پیلوټه الوتکو لخوا په سرحدي سيمو کې بریدونه پیل شوي دي.

سرچینو ویلي چې پاکستاني بې پیلوټه الوتکو نن سهار (یکشنبه، ۲۰ د تلې) د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ځیني نظامي او ملکي اهداف ویشتلي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه لا هم معلومات نه دې تر لاسه شوي.

بل لور ته اطلاعات روز ته داسې ویډیو رسیدلې چې پکې ښوول کېږي چې پاکستاني بې پیلوټه الوتکه د سپین بولدک پر فضا ګرزي او په نښه شوي هدف څخه دودونه پورته کېږي.

په ورته وخت کې له هلمند څخه هم ځايي سرچينې خبر ورکوي چې هلته هم پر پوله پاکستاني ځواکونه د هاوان او بې پیلوټه الوتکو له لارې بریدونه کوي.

د پاکستان په بریدونو کې وژل شوی ملکي وګړی

په عین مهال کې د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس راشد هلمندي منلې چې په دې بریدونو کې تر اوسه یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ژوبل دی.

سرچينې ويلي چې د تيرې ورځې راهیسي په بحرامچه کې سرحد ته نږدې ملکي خلک له خپلو کورونو د وتلو په حال کې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه