په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې په وروستیو درو میاشتو (جولای، اګست او سپټمبر) کې یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو له لوري ۴۵۱ خپلسرې نیونې مستندې کړې دي.
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د یوناما د بشري حقونو د څانګې په راپور کې چې نن (سېشنبه، ۶ د لړم) خپور شوی، ویل شوي چې په دې موده کې یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو له لوري له ښځو او سړو سره د بد چلند ۴۴ پېښې هم مستندې کړې دي.
یوناما ویلي چې د نیونې او بد چلند دا پېښې د ږیرې له جوړولو، په غربي ډول د وېښتانو له جوړولو، د موسیقي له اورېدلو او غږولو او د حجاب اړوند لارښوونو له نه مراعتولو سره اړیکه لري.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر د بېلګي په توګه ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین د جولای له لومړۍ بیا تر دوولسمې نیټې په کندهار ښار کې لسګونه تنه د «ږیرې د کمولو یا هم خرېیلو» په تور نیولي دي.
یوناما ویلي چې دا کسان له څو ساعتونو څخه بیا تر څو ورځو پورې له طالبانو سره بندیان وو او تر ژمنې وروسته پرېښودل شول.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې په راپور کې ویل شوي چې د سپټمبر پر ۱۲ نېټه طالبانو د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې درې سلمانۍ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د نه مراعتولو له وجې محاکمه کړې دي او دوه تنه یې په درې میاشتې بند او یو بل تن یې په پنځه میاشتې بند محکوم شوي.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو په جولای او سپټمبر میاشتو کې په کابل او هرات کې یو لړ کمپاینونه وکړل چې ښځې او نجونې حجاب کولو ته متوجې کړي او په دې لړ کې یې په لسګونو ښځې او نجونې ونیولې.
د یوناما له راپور سره سم، د جولای د ۱۶مې او ۱۹مې تر منځ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو په کابل کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې او نجونې د حجاب د اوامرو د نقض له امله په خپلسرې توګه ونیولې.
په دې راپور کې ویل شوي چې هغوی له یوه بیا تر څو ساعتونو له طالبانو سره بندیانې وې او تر لیکلي ضمانت وروسته ازادې شوې.
یوناما همدا راز ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د هرات په جبریل ښارګوټي کې د سپټمبر له ۱۵ بیا تر ۱۹مې پاټک اچولی و او ښځو ته یې امر کاوه چې باید چادري واغوندي.
یوناما ویلي چې دې مامورینو یوه اونۍ وروسته د ښځو یوه ډله ونیوله او هغه وخت یې ازادې کړې چې نارینه خپلوان یې ورپسې ورغلل او چادرۍ یې ورپسې ور وړې.
یوناما ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین د دې ډلې د امر بالمعروف قانون په خپلسرې توګه عملي کوي او د دې قانون عملي کېدو د افغانستان د خلګو پر ژوند پراخ اغېز کړی دی.
د طالبانو په امر بالمعروف قانون کې د ښځې غږ «عورت» بلل شوی او له کوره دباندې یې د هغه اورېدل منع کړي دي.
همدا راز په دې قانون کې د نارینهوو پر حضور او د هغوی د سر د وېښتانو او ږیرې پر جوړولو هم ګڼ محدودیتونه لګول شوي.
