لغمان کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په «کاکڅ» سیمه کې د یوه وژل شوي ځوان جسد پیدا شوی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا کس مصطفی نومېده او په اصل کې د لغمان د چهارباغ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
سرچینې زیاته کړې چې دا کس نږدې پنځه ورځې وړاندې د کابل-جلال اباد پر لویه لار نادرکه شوی و او جسد یې نن (سېشنبه، ۶ د لړم) په قرغیو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د سرچینې د معالوماتو له مخې د وژل شوي کس پر بدن ځینې نښې او علامې هم لیدل شوې او ممکن د چاقوګانو او د توپنچې په ډزو وژل شوی وي.
لغمان کې د طالبانو محلي مسوولینو تر اوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دې ویلي.
د یادونې وړ ده چې وخت ناوخته د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دغسې نامعلومې وژنې کېږي چې لاملونه یې له سیاسي انګېزو سره-سره جنایي هم ښوول کېږي او طالب چارواکي تر ډېره حده پر داسې پېښو چوپه خوله پاتېږي او د پېښو د پټولو هڅه کوي.
