د یوناما راپور؛ په تېرو درو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ پخواني نظامیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې د جولای له لومړۍ بیا د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یې د افغانستان د پخوانيو دفاعي او امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۴ وژنې مستندې کړې دي.

دا راپور چې نن (سې‌شنبه، ۶ د لړم) خپور شوی، د پخوانیو نظامیانو وژنو ته پکې اشاره شوې ده.

د یوناما له راپور سره سم، د جولای پر ۲۰مه د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو پخوانی غړی د دوو کسانو له لوري په ډزو ووژل شو.

د سپټمبر پر ۲۲مه په یوه بله پېښه کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو یو غړی هغه مهال نامعلومو کسانو وواژه چې خپل دوکان ته پر لاره و. دی له تېر کال راهیسې په دوکاندارۍ اخته و.

یوناما ویلي چې د هغو افرادو د غیر قانوني او خپلسرو نیول یې هم مستند کړي چې له ایرانه راستانه شوي دي.

د دې دفتر له راپور سره سم، د سپټمبر پر ۲۹مه له ترهګرۍ سره د طالبانو د مبارزې ادارې د فاریاب ولایت په سبزپوش او اندخوی ولسوالۍ کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر غړي له ایرانه تر راستنېدو لږ مهال وروسته ونیول.

یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د تېرو درو میاشتو پر مهال یې د پخوانیو نظامیانو او ملکي چارواکو د وژنې لږ تر لږه ۲۱ پېښې مستندې کړې دي.

که څه هم د طالبانو مشر د عمومي بښنې فرمان ورکړی دی، خو له دې سره-سره په تېرو څلورو کلونو کې د پخوانیو نظامیانو نیونې او وژنې روانې وې.

طالبان د دې ډله لوري انتقامي وژنې ردوي او د دې وژنو اغېز شخصي انګیزې ګڼي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه