په سویل کې روغتیایي مراکزو ته د طالبانو د امر بالمعروف امر: د بې محرمه ښځو درملنه باید ونه شي

Photo: @MSF_Afghanistan

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د دفتر په درې میاشتني راپور کې ویل شوي چې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین روغتیایي خدماتو ته د هغو ښځو د لاسرسي مخه نیسي چې محرم ورسره نه وي.

دا راپور چې نن (سې‌شنبه، ۶ د لړم) خپور شوی، پکې ویل شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین په ټول هیواد کې روغتیایي مراکز په منظمه توګه څاري، تر څو معلومه کړي چې جنسیتي بیلتون او حجاب مراعات شوي او له مریضانو سره محرم شته او که نه.

د یوناما په راپور کې ویل شوي چې په ارزګان ولایت کې د جولای پر ۲۶مه د امر بالمعروف مامورین دوو روغتیایي مراکزو ته ولاړل او کارمندانو ته یې امر وکړ چې بې محرمه ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي.

د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د امر بالمعروف مامورین یوه روغتیایي مرکز ته ورغلي او امر یې کړی دی چې ښځینه کارمندانې باید له خپل محرم سره یو ځای په کارځای کې وي او د بې محرمه ښځو درملنه باید ونه شي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د سپټمبر پر نهمه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو له روغتایی مسوولینو سره لیدلي، تر څو د غیر دولتي روغتیایي برخې سازمانونو ته ووایي چې د کار د ټولې مودې پر مهال باید له ښځینه کارمندانو سره محرم وي.

له دې راپور سره سم، د سپټمبر پر ۲۲مه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو نارینه ډاکټرانو ته امر وکړ چې د ښځینه ناروغانو درملنه ونه کړي. طالبانو روغتیایي مراکزو ته ویلي چې که غواړي ښځو ته خدمات وړاندې کړي، نو باید د غاښونو ښځینه ډاکټرې وګوماري.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان روغتیایي برخه د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ ده او بل اړخ ته طالبانو د روغتیایي برخې په شمول د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه