د «امیر» شفاهي امر او د مرګ او ژوند پرېکړه

د قصاص دودولو ته د طالبانو لېوالتیا

خالد محمدي

میرمن ن. مرادي لومړی پر سر او بیا پر زړه د سیګما روسۍ توپنګچې په ډزو ولګېده. دا ډزې د طالبانو د محکمې په یوه غونډه کې د قاضي د سترګو پر وړاندې د کریم له‌خوا، چې ۲۳ کلن ځوان او د دې میرمنې د مېړه ورور یا لېوره له خوا وشوې. ن. مرادي هماغه شېبه مړه شوه. دا پېښه د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د سهار شاوخوا لس بجې په هرات کې د طالبانو په یوې محکمې کې رامنځته شوه. د دې ښځې خپلوان اوس له طالبانو غواړي چې د دې وژنې عاملان «قصاص» کړي. 

د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې، د قربانیانو د خپلوانو له ‌خوا په عام محضر کې د قصاص د تطبیق غوښتنې ډېرې شوې دي. طالبان هم د خپل مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په امر د ۱۴۰۱ کال له لړم میاشتې راهیسې د قصاص سزاګانې عملي کوي. د طالبانو د رسمي اعلان له مخې، تر اوسه په عام محضر کې د قصاص لږ تر لږه یوولس موردونه د دې ډلې د مشر په مستقیم حکم ترسره شوي دي. خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې د طالبانو د مشر په دفتر کې د قصاص څو دوسیې ثبت شوې دي.

د ن. مرادي خپلوان چې اوس د هغې د قاتل قصاص غواړي، د عبدالرحمان مرادي مېرمن وه، دا کس پخوا د هرات د ولایتي شورا غړی و. عبدالرحمان مرادي د ۱۴۰۳ کال د مرغومي په ۲۱مه، یعنې تېر کال په خپل کور کې په ډزو ووژل شو. هغه مهال د ده کورنۍ رسنیو ته ویلي و چې عبدالرحمان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د رواني ستونزو له امله ځان وژلی دی.

خو، څه موده وروسته، شیراحمد علیزایی چې د «ارباب شیرو» په نوم پېژندل کېږي، په هرات کې د طالبانو محکمې ته عریضه وکړه او ادعا یې وکړه چې د ده میرمنې ن. مرادي او همدارنګه د ده لسمي نعمان، عبدالرحمان مرادي په مرموز ډول وژلی دی. ارباب شیرو په خپله عریضه کې له طالبانو غوښتنه کړې وه چې د عبدالرحمان مرادي مېرمن او زوی دې په «سخته سزا» یعنې اعدام محکوم کړي.

د ن. مرادي یو خپلوان «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته وویل: «میرمن مرادي او زوی یې د عبدالرحمان مرادي په وژل کېدو کې هېڅ رول نه‌لاره. هغه خپله د رواني ستونزو او له خپل پلار ارباب شیرو سره د شتمنۍ د وېش پر سر د اختلاف له امله ځان وژلی و».

دا سرچینه زیاتوي چې هغه توپنګچه چې عبدالرحمان پرې وژل شوی و، د ده د مېرمنې او زوی د ګوتو نښې نه‌ لرلې، له همدې امله د طالبانو پولیسو تر څېړنو وروسته د ده مېرمن خوشې کړې وه. «کله چې عبدالرحمان مرادي ځان وواژه، د طالبانو د پولیسو په څېړنو کې راغلي و، چې مېرمن یې بې ‌ګناه ده. ارباب شیرو چې د مېرمن مرادي د تره د مېرمنې مېړه هم کېږي، د پېښې په لومړیو دوو میاشتو کې ویل چې زوی یې د کورني جنجال له امله ځان وژلی. خو کله چې مېرمن مرادي او د هغې اولادونو له هغه (ارباب شیرو) وغوښتل چې د خپل پلار د میراث برخه ورکړي تر څو خپل ژوند جوړ کړي، ارباب شیرو ادعا وکړه چې نږور او لمسي یې زوی وژلی دی. وروسته یې محکمې ته عریضه وکړه او د دې لامل شو چې مېرمن مرادي او زوی یې ونیول شي.»

د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالرحمن مرادي، چې په خپل کور کې په ډزو وژل شوی/ خواله رسنۍ

د ن. مرادي د خپلوانو په وینا، د ارباب شیرو کورنۍ چې توپنګچه یې محکمې ته راوړې وه، د محکمې د ناستې په ورځ، هغه مهال چې د ن. مرادي د بې‌ګناهۍ او برات حکم صادر شو، د دې لېوره کریم دوې مرمۍ وویشتله؛ یوه یې د ن. مرادي پر سر او بله یې پر زړه ولګېده. یو عیني شاهد روایت کوي: «ارباب شیرو کریم ته ویل چې زما پر لمسي هم ډزې وکړه، خو توپنګچې مرمۍ بنده کړه او هماغه وخت طالبان راننووتل او کریم یې ونیوه. که توپنګچې مرمۍ نه وای بنده کړې، د وکیل مرادي زوی هم وژل کېده.» 

عموما په هرات کې د طالبانو د استیناف محکمې په دروازه کې د مراجعینو بدني تلاشي کېږي؛ خو د ن. مرادي خپلوان وایي چې د ارباب شیرو کورنۍ وتوانېده له دې پړاو څخه تېره شي او وسله د محکمې انګړ ته دننه یوسي. اوس د ن. مرادي کورنۍ د طالبانو له حکومته غواړي چې قاتل عام محضر کې قصاص کړي او ټینګار کوي چې له قصاص پرته به قانع نه ‌شي؛ «یوازې د قصاص حکم کولای شي زموږ کورنۍ ارامه کړي او عدالت تامین کړي.» 

په هرات کې ځایي سرچینو «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي، چې د ن. مرادي قاتل کریم او همدارنګه ارباب شیرو، دواړه د طالبانو په بند کې دي. خو د قرباني کورنۍ وایي چې د مېرمن مرادي تر وژنې وروسته ارباب شیرو د طالبانو له ځايي چارواکو سره د نږدې اړیکو لرلو له امله یوازې د پېښې په ورځ د شپږو ساعتونو لپاره نیول شوی و او وروسته خوشې شوی دی.

هرات کې د طالبانو تر ولکې لاندې د استیناف محکمه/ طالبان

د قصاص غوښتنه او ننداره

د طالبانو د روانې واکمنۍ پر مهال ډېری کورنۍ چې غړي یې وژل شوي، له دې ډلې غواړي چې د قصاص د حکم د عملي کولو زمینه ورته برابره کړي.

د طالبانو په عدلي نظام کې قصاص معمولاً داسې ترسره کېږي چې د قصاص د حکم تر صادرېدو وروسته، دا ډله د خلکو د راغوښتلو لپاره عامه بلنه خپروي چې راشي او قصاص ننداره کړي او وروسته په لوبغالي کې د مقتول خپلوانو ته وسله ورکوي چې قاتل په خپله ووژني. په وروستي ځل د تلې پر ۲۴مه د بادغیس په مرکز قعه نو کې قصاص عملي شو. د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي چې د قصاص حکم پر اسماعیل تطبیق شو، هغه کس چې د بادغیس د جوند ولسوالۍ دوه اوسېدونکي یې په «عمدي ډول» وژلي وو. په اعلامیه کې زیاته شوې: «د مقتول کورنۍ ته د بښنې او سولې وړاندیز وشو، خو کله چې هغوی دا وړاندیز رد کړ، د شرعي قصاص د حکم د عملي کولو امر صادر شو.» 

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د شرعي حدودو او قصاص د تطبیق یو جدي پلوی بلل کېږي. هغه د ۱۴۰۱ کال د لړم په میاشت کې ټولو طالب قاضیانو ته امر وکړ چې د «شرعي حدودو او قصاص» احکام دې په ټولنه کې په ښکاره او قاطع ډول عملي کړي.

په ځینو مواردو کې د طالبانو د مشر په امر، د دې ډلې ځیني لوړپوړي چارواکي هم د قصاص د حکم د عملي کېدو نندارې ته ورغلي. طالبانو قصاص لومړی ځل د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې په فراه کې ترسره کړ. په دې پېښه کې د ملا هبت‌الله اخوندزاده په امر د دې ډلې لوړپوړو چارواکو لکه د دې ډلې قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني، د دې ډلې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نور لوړپوړو غړو ګډون کړی و. د شنونکو په باور، د طالبانو مشر په دې پراخ حضور سره غوښتل څرګنده کړي چې په عام محضر کې د قصاص د حکم د عملي کولو لپاره پراخ ملاتړ لري. 

د طالبانو په قضایي نظام کې د قصاص د حکم عملي کېدلو پروسه د درې ګونو محکمو (ابتدایی، استیناف او ستره) تر مرحلو تېرېږي او د وروستۍ پریکړې لپاره په کندهار کې د طالبانو د مشر دفتر ته استول کېږي. د طالبانو د رسمي اعلان له مخې، د قصاص حکم په افغانستان کې یوازې د ملا هبت‌الله اخوندزاده په مستقیم امر عملي کېږي. د طالبانو مشر له سترې محکمې د وړاندیز تر ترلاسه کولو وروسته، په شفاهي ډول پرېکړه کوي چې حکم دې عملي شي او که نه.

دا بهیر ښيي چې د طالبانو مشر د دې ډلې د ټولو عدلي او قضایي بنسټونو په سر کې دی او د قصاص د حکم د صادرولو او ځنډولو مطلق صلاحیت لري. خو لا هم دا نه ده روښانه چې هغه د کومو معیارونو پر بنسټ او د چا په مشوره د دې احکامو د عملي کېدو پرېکړې کوي. ملا هبت‌الله اخوندزاده ته نږدې کړۍ له سخت دریځو مذهبي څېرو څخه جوړه ده چې اصلي موخه یې د دوی د تعبیر له مخې د «اسلامي شریعت» سخت او توند تطبیق دی.

د طالبانو مشر په کندهار د اختر په لمانځه کې ګډون وکړ او د اسلامي شرعي حدودو پر تطبیق یې ټینګار درلود/ خواله رسنۍ

د عدالت د تأمین مبهم وضعیت

په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پراخه کچه د قصاص د عملي کېدو او په دې تړاو د خلکو د غوښتنو د زیاتېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي، حقوقي کارپوهان وایي چې د دې ډلې عدلي او قضایي جوړښت د عادلانه تطبیق لپاره اړینه وړتیا او علمي پوهه نه لري. د طالبانو ډېری قاضیان یوازې په دیني مدرسو کې روزل شوي او د قصاص د حکم پر مهال رواني، روحي او ټولنیز عوامل نه‌ سنجوي. خلک هم د طالبانو له وېري د شکایت کولو جرأت نه لري او نه هم د هغوی پر قضایي پرېکړو اعتراض کولای شي. داسې ښکاري چې طالبان د وژنې او قصاص تر منځ د ساده دوه ‌ګوني تفسیر له لارې دا مفکوره خپروي چې هر ځای قتل وي، باید قصاص هم وي. دا ذهنیت د دې لامل شوی چې یو شمېر کسان په خپله د «عدالت د تأمین» په نوم وژنې وکړي. د ن. مرادي قضیه چې په دې راپور کې بیان شوه، د همدې ډول برداشت یوه بېلګه ده.

د شرعي حدودو پلي کول، لکه په عام محضر کې په دُرو وهل او د اعدام حکم، د داسې ډلې له‌خوا ترسره کېږي چې د جمهوریت د نظام په شلو کلونو کې یې د ځانمرګو بریدونو، تښتونو او وسله والو عملیاتو له لارې زرګونه افغانان وژلي دي. د طالبانو د عدلي او قضایي جوړښت یوه برخه له هغو کسانو جوړه ده چې په هماغو جګړو کې یې د خلکو په وژنه کې مستقیم رول درلود. له دې سره-سره، دا هماغه ډله ده چې د ۲۰۲۰ په فبروري کې په دوحه کې له امریکا سره د تړون له مخې واک ته ورسېده او اوس یې د تر ټولو سختو سزاوو د عملي کولو واک په لاس کې اخیستی دی.

په عام محضر کې اعدام، د طالبانو د واکمنۍ یوه پخوانۍ ځانګړنه ده. دې ډلې د پخواني حکومت پر ضد د جګړې پر مهال هم، په هغو سیمو کې چې تر واک لاندې یې وې، صحرایي محکمې جوړولې او بې له قانوني مراحلو به یې د اعدام حکمونه عملي کول. اوس هماغه کړنلارې، یوازې په یو څه رسمي بڼه، د خلکو د سترګو پر وړاندې تکرارېږي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پر مهال په عام محضر کې ګڼ اعدامونه او سنګسارونه ترسره شوي وو او همدا راز به یې د خلکو پر وړاندې لاسونه هم پرې کول. حتا د جمهوریت پر مهال هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دې ډلې سنګسار ترسره کړی. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له مشهورو ویډیوګانو څخه یوه هغه صحنه ښیي چې یو طالب د کابل په قاضي سټېډیوم کې یوه ښځه پر سر ولي. هماغه صحنې اوس یو ځل بیا د خلکو د سترګو پر وړاندې د اعدام له ترسره کولو سره راژوندۍ شوې دي؛ دا د «تاوتریخوالي او بې رحمۍ» د هغو شېبو بیرته راستنېدنه ده چې طالبان یې «شرعي عدالت» نوموي. 

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه