د طالبانو او پاکستان په مذاکراتو کې نه پرمختګ؛ اسلام اباد ضمانت غواړي او کابل یې «نامنطقه» ګڼي

د افغانستان ملي تلويزيون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د دې ډلې له قوله راپور ورکړی چې د استانبول خبرو- اترو «د پاکستاني لوري د نامنطقي او نامعقولو غوښتنو» له امله پرمختګ نه‌ دی کړی.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، «پاکستاني پلاوي له طالبانو غوښتي چې تضمين ورکړي چې د افغانستان له خاورې به په پاکستان کې هیڅ ډول برید نه کېږي.»

د ملي تلويزيون د راپور پر بنسټ، د طالبانو پلاوي پاکستان ته ويلي چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) موضوع د پاکستان يوه داخلي ستونزه ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې هم موجوده وه او لا هم دوام لري.

د راپور له مخې، د استانبول په خبرو اترو کې د طالبانو پلاوي ټينګار کړی چې دا ډله ژمنه ده او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان يا نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.

طالبانو له پاکستانه غوښتي چې د داعش او نورو ډلو مخه ونيسي، چې د افغانستان پر ضد د «تخريبي بريدونو» لپاره د پاکستان له خاورې ګټه اخلي.

طالبانو همدارنګه له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغانستان هوايي حريم نقض نه ‌کړي او د سوداګرۍ او سياست تر منځ تفکيک وکړي.

څو ساعته مخکې د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف په خپلو توندو څرګندونو طالبان په نابودۍ ګواښلي او ويلي يې دي چې تورې بوړې ته به یې داسې تېښته چې «لکۍ به یې د پښو تر منځ وي» د لیدلو وړ وي.

نوموړي ويلي، طالبان د غصب ‌کړي حکومت د ساتنې او د جګړ‌ييز اقتصاد د ساتنې لپاره افغانستان په ړانده ډول يوې بلې جګړې ته کشوي.

دې پاکستاني چارواکي زياته کړې: «د طالبانو په رژيم کې جنګ غوښتونکي طالبان چې ګټې یې په سیمه کې د بې ثباتۍ په دوام کې دي، باید پوه شي چې زموږ په اراده او غیرت سم نه دې پوه شوي. که د طالبانو رژیم له موږ سره جنګېدل وغواړي، نو ان شاء الله نړۍ به وګوري چې د دوی ګواښونه صرف یوه ننداره ده.»

هغه زياته کړې: «موږ له اوږدې مودې راهيسې ستاسو خیانت او ملنډې زغملې دي، خو نور نه. په پاکستان کې هر ترهګریز برید یا ځانمرګی برید به تاسو ته هم د دغسې څه خوند در وڅکي.»

طالبانو او پاکستان له پخوا له يو-بل سره نږدې اړيکې لرلې. په افغانستان کې ډېر کسان طالبان د پاکستان نيابتيان ګڼي.

خو په تېرو څلورو کلونو کې د دواړو لورو اړيکې خرابې او له تاوتريخوالي ډکې دي.

پاکستان وايي چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو په‌ ځانګړي ډول تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ته پناه ورکړې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي پر ضد اقدام وکړي، خو طالبان په افغانستان کې د پاکستاني ډلو شتون ردوي.

پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ډلو د ځپلو په موخه هوايي بريدونه کړي دي. د پاکستان د وروستیو هوايي بريدونو له امله د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ يوه اونۍ جګړه وشوه.

دواړو لورو د قطر او ترکيې په منځګړيتوب په دوحه کې پر اوربند موافقه وکړه، خو اوس مهال روان مذاکرات له بن بست سره مخ دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه