پاکستان سره د لارو تړل کیدو د افغان توليداتو بازار پیکه کړی

د هیواد په سویل کندهار، ارزګان او زابل کې کروندګر، بڼوال او سوداګر وایي، د پاکستان له لوري د سپين بولدک او نورو ترانزيټي لارو تړل کیدو د افغان توليداتو بازارونه پیکه کړي او په خبره یې د انارو، انګورو او نورو لندو ميوو د صادراتو بهير له نږدې درې اونیو راهيسې ځنډیدلی، چې له امله یې د حاصلاتو بیې ښکته او هره ورځ په ميليونونو افغانۍ زیان ور رسیږي.

دوی وايي، د بديلو لارو نشتون له امله د توليداتو يوه برخه د خرابیدو په حال کې ده او له طالب چارواکو غواړي چې د پاکستان ترڅنګ دې له نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې هڅې وکړي؛ ترڅو کروندګر او سوداګر له لا زياتو مالي زيانونو خوندي پاتې شي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي حاجي وليداد ولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې اوس مهال په دې ولايت کې د ۴.۴ کيلو انارو قيمت د ۶۰ افغانيو څخه تر ۱۰۰ افغانيو رسيږي.

نوموړی زياتوي، په کندهار کې د انارو راټولول پیل شوي چې لویه برخه یې د سپین بولدک له لارې د پاکستان بازارونو ته صادریدل، خو په وینا یې که د دغې مهمې لاري بندیدل دوام وکړي بڼوال او سوداګر به لا له زیان سره مخ شي.

هغه وویل: «کله چې زموږ  انار حاصل ته ورسېږي، هماغه مهال د پاکستان دروازې بندېږي او دا د کندهاري باغدارانو لپاره تر ټولو لوی زیان دی.»

سپین بولدک کې د کندهار خوسا شوي انار/ خواله رسنۍ

ارزګان کې د وچې ميوې د سوداګرو يو استازی علي شاه وايي، چې د تير کال په پرتله سږ کال دغلته د انځرو بیې ۶۰ سلنه ښکته شوي چې لامل يې بهرنيو هېوادونو ته د ترانزيټ محدوديت په ګوته کوي.

هغه زیاتوي، اوس مهال ان د وچې وميوې په ګدامونو کې د ۱۴۰۳ کال مالونه هم پراته دي  او د ايستلو هيڅ لاره يې نشته ده. د ده په وینا، چې د سوداګرو ټوله شمتمنۍ په  همدغه مالونو بنده ده او کاروبار ورسره په ټپه دريدلی دی.

نوموړي وویل: «سږ کال زموږ د انځرو قیمتونه د تېر کال په پرتله نږدې شپېته سلنه راټیټ شوي، ځکه چې د بهرنیو هېوادونو د ترانزیټ لارې تړلې دي.»

زابل کې بیا د انګورو يو بڼوال سيف الله د خپلو حاصلاتو په تمه د خپل ورځنيو چارو د پرمخ وړلو په موخه پورونه کړي، وايي چې د نړيوال مارکيټ په خاص ډول وخت ناوخته د پاکستان د لارو بنديدل د دې لامل شوي چې د دوی انګور شوي لګښتونه هم پوره نه کړي.

د هغه په وینا، چې يو شمير د انګورو باغ لرونکو اوس د ابجوش پروسې ته مخه کړې چې لګښتونه يې ډير او پروسس شوي ابچوش په کمو پیسو پلورل کېږي.

دغه بڼوال وویل: «موږ د خپلو انګورو په باغونو کې ډېر لګښتونه کړي، خو د لارو بندېدو له امله حاصلات مو له لاسه وتلي او ګټه مو په تاوان بدله شوې ده.»

د سپین بولدک د تړل کیدو له کبله کندهار کې د انګورو سوداګر له زیان سره مخ دي/ استول شوی

ورته مهال کندهار کې د تازه ميوې يو شمير کوچني سوداګر وايي، چې د سویلي حوزې د زابل او ارزګان ولايتونو څخه کندهار ته د رارسیدلو تازه مېوو بارونه په تيرو څو ورځو خوسا شوي دي.

د کندهار د تازه ميوې سوداګر سيد مومن وايي، چې تر اوسه هيڅ داسې بديل نه دی موندل شوی چې د شوي او روان زيان مخه ونيول شي.

هغه زیاتوي، چې ځيرک حکومتونه کولی شي چې خپل سوداګر او عام خلک د سياست له قربانۍ څخه راوګرځوي.

سید مومن وویل :«موږ هره ورځ د خپلو مېوو د خوسا کېدو له امله درانه زیانونه وینو، خو تر اوسه هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی چې دا حالت بدل کړي.»

دغه راز کندهار کې د د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولان وایي، چې له دغه ولایت څخه روسیې ته د انارو صادرات پیل شوي او د سږ کال تر پايه به د تور غونډۍ له لارې روسې ته تر دوه سوه ټُنه د انارو صادرات وشي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خوني رییس عبدالاحد صديقي وویل: «له څو میاشتو راهیسې مو له روسي چارواکو سره خبرې کړي او اوس مو د لومړي ځل لپاره د انارو صادرات روسې ته پیل کړل. دا کار به د بڼوالو او سوداګرو لپاره ښه اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.»

که څه هم د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې دانارو د صادراتو په برخه کې هڅې ګړندۍ کوي، خو د کندهار سوداګر او بڼوال بیا د ګاونډیو هېوادونو سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د پراختیا غوښتنه کوي.

کندهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، هيلې شته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي ناستي به د ترانزيټ برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د سوداګرۍ د خونې مسوولين د طالب چارواکو په څير د پاکستان د حکومت څخه هم غوښتنه کوي چې سوداګري او سياست دې سره جلا کړي.

په همدې حال کې بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، هڅه کوي، چې د افغان تولیداتو او محصولاتو لپاره د پاکستان پر ځای بدیلي لاري پیدا کړي.

عزیزي په یوه وېډيو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کي د ټولو ټرانزیټي لارو تړل کېدلو ته په اشاره ویلي، په دې برخه کي پوره، پوره هڅي کوي. د نورالدین په وینا، مخکي یې هم د بدیلو لارو چارو هڅې کولې، خو اوس تر پخوا ډېري شوي دي.

پاکستان سره د لارو تړل کیدو وروسته روسیې ته د انارو صادرات پیل شوي دي/ خواله رسنۍ

بلخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګدې خونې مشر خان جان الکوزی وایي، چې له پاکستان سره د لارو بندېدو له امله هر ورځ د دواړو خواوو سوداګرو ته  شاوخوا یو میلیون ډالر زیان رسېږي.

هغه زیاتوي، چې په مجموعي توګه په نورمال ډول د تورخم، دنډې پټان، انګور اډه، غلام خان او سپین بولدک له لارو د ورځې شاوخوا ۲۰۰۰ موټر تګ راتګ کاوه چې له تېرو نږدې دریو  اونیو راهیسې ولاړ دي.

نوموړی وایي، د لارو بندېدو په لومړۍ ورځ ۲۰۰۰ موټر ودرول شول چې یوازې ۵۰۰ موټرو کې سبزیجات او مېوې بار وې او ټول خراب شول او افغان او پاکستاني سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان اوښتی دی.

په همدې حال کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند طاهر حسین اندرابي د رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ټولي تجارتي او ترانزيټي لارې به تر نامعلومه مودې پورې په بشپړ ډول تړلې وي.

هغه ویلي: «د پاکستاني وګړو ژوند زموږ لپاره د توکو له تجارت او ترانزیټ څخه ډېر ارزښت لري.»

افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی او له ګاونډیانو پرته له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره اړ دی، چې د خپل یوه ګاونډي هېواد خاوره وکاروي. له همدې کبله، په تېرو شپږو لسیزو کې افغانستان له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره پر پاکستان متکي دی. له دغه هیواد سره د ترانزيټ او سوداګرۍ لومړی تړون په ۱۹۶۵م کال کې وشو، چې بیا د سیمې د بدلېدونکي وضعیت له کبله په ۲۰۱۰م کال کې نوی شو، خو د ترانزيټ او سوداګرۍ له دغه تړون سره سره، پاکستان لا هم افغانستان ته ستونزې جوړوي او نه پریږدي چې افغان تولیدات پر وخت تر بازارونو ورسیږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه