اطلاعات روز: له تېرو شاوخوا ۱۶ ورځو راهیسې زرګونه افغان کډوال د سپین بولدک پورې غاړه چمن سیمه کې ایسار پاتې دي. دغه کډوال د پاکستان له بېلابېلو ښارونو په ځانګړي توګه له کویټې، چترال، شکرکل او پنجاب څخه راشړل شوي او اوس خپلو سیمو د تګ په موخه چمن کې انتظار کوي.
سرچینې وايي، چې د کندهار سپین بولدک اړوند د ډیورنډ کرښې پورې غاړه چمن سیمه کې ایسار کډوال د لومړنیو بشري اړتیاوو لکه خوراک، پاکو اوبو، روغتیایي خدماتو، حمام او تشنابونو هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري او په سخت وضعیت کې دي.
چمن ته رارسیدلي کډوال وایي، چې دغلته یې ۱۶ ورځې تېرې کړي او اوس نه یوازې خواړه او درمل نه لري، بلکې د سفر لپاره شته پیسې هم ورسره ختمې شوې دي.
د کویټې د شاپس سیمې څخه راشړل شوی عطا محمد وايي، چې پاکستاني پوځیانو د شپې درې بجې له کورونو په زور ایستلي، خو اوس له تیرو ۱۶ ورځو څخه د چمن په کمپ کې سختې شپې او ورځې تیروي.
نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني پولیس افغان کډوالو ته د درنو توکو د لېږد اجازه نه ورکوي او ډېری افغانان اړ شوي چې خپل موټر، موټرسایکلونه او د کور سامانونه په نیمه بیه وپلوري.
چمن کې کډوال زیاتوي، چې د پاکستاني حکومت له لوري د ثبت او راجستر پروسه ډېره ورو روانه ده او همدې چارې د اوږدې مودې لپاره په کمپ کې ایسار کړي دي.
دغلته زیات شمیر کډوال وایي، چې د سختو ستړیاوو، اوبو او خوراکي توکو د نشتوالي له کبله ماشومان او ښځي په سختو ناروغیو اختخ شوي دي.
علیزی چې د خپلې ۱۵ کسيزي کورنۍ سره د تيرو څلورو ورځو راهیسې افغانستان ته د داخلیدو په موخه چمن کې شپې سبا کوي، وايي په ټول ژوند يې دومره ترخې ورځې نه دي ليدلي لکه اوس چې یې تجربه کوي.
هغه زیاتوي، چې ډيری کډوال د اوسني حالت څخه په تنګ راغلي او ځينې وخت ان د ځان وژنې فکر کوي.
د محمدظاهر په نوم په چمن کې يو فعال بیا وايي، چې دغلته افغان کډوالو وضعيت سخت خراب دی او په سيمه کې شته اوسيدونکي په خپل منځ کې چنده ټولوي او کډوالو ته پرې خوراکي او نور اړين توکي برابروي.
ورته مهال په سپین بولدک کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنيدونکو کډوالو د کميسيون يوه غړی چې موږ يې هويت پټ ساتلی، وايي چې دوی د سپین بولدک په دروازه په عادي ډول د ورځې تر ۳۰۰۰ پورې کسان ثبتوي، خو په وینا یې چې د ګڼې ګوڼې د زیاتولي له کبله ټولو کسانو ته په یو ځل د داخلیدو اجازه نه شي ورکولی.
بل لور ته د پاکستان دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې د چمن له لارې هره ورځ له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ افغان کډوال خپل هیواد ته ستنېږي، چې تر دې دمه ۱۵ لکه ۱۴ زره او ۳۸۴ افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.
په پاکستان کې د ناامنيو وروسته د دغه هیواد حکومت پريکړه وکړه چې دغلته ميشت افغان کډوال به په بشپړ ډول له خپل هېواد څخه وباسي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې نږدې یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته راشړلي دي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې لارې تړلې دي، خو پاکستان د کډوالو د شړلو په موخه خپلې دروازې خلاصې کړي او هره ورځ زرګونه افغان کډوال راشړي، چې دې چارې ګډوال له سخت وضعیت سره مخ کړي دي.
