د افغانستان او زمبابوې د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان وکولای شول چې مقابلې لوبډلې ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړي.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ دا لوبه نن (چهارشنبه، ۷ د لړم) د زمبابوې په هراري لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان پکې لومړی توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۱ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۵۲ منډې وکړې.
زمبابوې لوبډله په اوولسم اور کې پر ۱۲۷ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې توګه یې د ۵۳ منډو په توپیر افغانستان ته لوبه وبایلله.
د یادونې وړ ده چې زمبابوې تر دې وړاندې په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې ده چې دواړې لوبډلې به د راتلونکې جمعې په ورځ دویمه شل اوریزه لوبه کوي.
په شل اوریزو لوبو کې دا تر پنځو ماتو وروسته د افغانستان لومړی بری دی. افغانستان تر دې وړاندې خپلې وروستۍ پنځه شل اوریزې لوبې بایللې وې.
