هند: امریکا پر چابهار بندر بندیز د شپږو نورو میاشتو لپاره وځنډاوه

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې امریکا متحده ایالاتو د ایران پر چابهار بندر د تحریم معافیت شپږ میاشتې نور هم غځولی دی.

د «هندوستان ټایمز» له راپور سره سم، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال دا موضوع نن (پنجشنبه، ۸ د لړم) د یوې خبري غونډې پر مهال په نوي ډیلي کې اعلان کړه.

تر دې وړاندې راپور ورکړی شوی و چې امریکا د ایران پر خلاف د چابهار بندر معافیت لغو کړی او د تلې له اوومې د بندیز پلي کېدل پیلېږي.

پر دې بندیز د تحریم په معافیت سره هند کولای شي چې د دې بندر د پراخولو لپاره خپل فعالیت دوامدار وساتي او له همدې لارې له افغانستان او د مرکزي اسیا له نورو هیوادونو سره وصل شي.

دا بندر افغانستان ته هم ځانګړی ارزښت لري او د سوداګریزو توکو او بشري مرستو د لېږد لپاره یوه خوندي لار ده او د شخړو پر مهال د پاکستان پر بندرونو اتکا ختموي.

افغانستان د غنمو په شمول خپل د اړتیا وړ توکي له هند څخه له همدې لارې واردوي.

امریکا د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۷ کال پر مهال د ایران پر دې بندر بندیز د افغانستان له بیا رغونې د ملاتړ په خاطر لغو کړی و.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه