په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې «د افغانستان د ثبات، نېکمرغي او په نړیواله کچه د مشروعیت لپاره» د سیاسي خبرو-اترو او د بشري ستونزو د ځوابولو په شمول د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو معنادار ګډون مهم دی.
یوناما نن (پنجشنبه، ۸ د لړم) د سولې، امنیت او ښځو په تړاو د امنیت شورا د «۱۳۲۵ پرېکړهلیک» د تصویب د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د بین المللي قوانینو په تړاو د افغانستان ژمنې رعایت کړي او «په ټولو سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښځو بشپړ ګډون ته بیرته [اجازه] ورکړي.»
د یوناما سیاسي مرستیالې او سرپرستې جورجت ګانیون ویلي: «په افغانستان کې د ۱۳۲۵ پرېکړهلیک اصول تر بل هر وخت زیات اړوند ښکاري. افغان ښځو له زیات وخت راهیسې د شدیدو بندیزونو په وړاندې استقامت کړی او خپله رهبري او فوق العاده زړورتیا یې څرګنده کړې.»
دې ویلي: «افغان ښځې په پر له پسې توګه د شخړو له نامناسبو اغېزو او همدا راز په پراخه توګه د خپلو بنسټیزو حقونو له تروړلو سره مخ دي.»
اغلې ګانیون ټینګار کړی: «له دې ننګونو سره-سره افغان ښځو د خپلو کورنیو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو لپاره د ټولنې رهبرۍ، د بشري مرستو رسون، د ماشومانو زده کړو او په محلي کچه د شخړو حل ته راوړاندې شوې دي او په کورنیو، ټولنو او خپل هیواد کې یې د ښه راتلونکې هیلې ژوندۍ ساتلې دي.»
طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته په ټولنه کې د ښځو پر حضور او فعالیت پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.
دې ډلې همدا راز تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او همدا راز یې د ښځو کار منع کړی دی او حتا په بشرپالو فعالیتونو کې ورته د ګډون اجازه نه ورکوي او نه هم ورته په طبي برخه کې د زده کړو کولو اجازه شته.
