ریچارډ بینټ: پر هزاره ګانو بریدونه د نړیوالو جنایتونو ټولې نښې لري

Photo: Sent to Etilaatroz

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي وایي چې په افغانستان کې پر لږکیو د داعش خراسان ډلې بریدونه چې تر ډېره حده هزاره ګان په نښه کوي، د نړیوال جنایت ټولې نښې لري.

ښاغلي بینټ دا موضوع په خپل تازه راپور کې چې نن (پنجشنبه، ۸ د لړم) یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړی، مطرح کړې. په دې راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د روان میلادي کال د لومړیو میاشتو پر مهال ارزول شوی دی.

ده ټینګار کړی چې په افغانستان کې د قومي، مذهبي او ژبنیو قومونو شکایتونه او ناخوښۍ او پر هغوی بریدونه تر دې مهاله په بشپړه توګه نه دې مستند شوي او نه هم تحلیل شوي او رسیدګي ورته وې او طالبان هم په دې تړاو بې پروایي کوي.

بینټ خبرداری ورکړی چې تبعیضونو او قومي او مذهبي درځونو ته د طالبانو نه پاملرنه کولای شي په افغانستان کې شخړې او نا ارامۍ راوپاروي. ده له طالبانو غوښتي چې خپل تبعیضي سیاستونه پرېږدي او د پرېکړي کولو په بهیر کې د ټولو قومونو او مذهبي ټولنو حضور او واقعي استازیتوب ته زمینه برابره کړي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ارزونې پر مهال په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د تروړنې ګڼې پېښې ثبت شوې دي. په دې لړ کې په بدخشان کې ۵۰ اسماعیلي شیعه ګان سني مذهب منلو ته اړ کړل شوي او پر شیعه کورنیو فشار راوړل شوی چې خپل اولادونه سني مدرسو ته ولېږي.

بینټ ویلي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وارت د مذهبي ازادیو ځپل زیات کړي او ګڼ شمېر افراد یې «مقدساتو ته د سپکاوي»، «د بې دینۍ» او «مسیحیت د ترویجولو» په تورونو نیولي دي. نوموړي په دې لړ کې په ورته تورونو په پکتیکا کې د یوه ښوونکي نیولو او په اعدام محکومولو او په کابل پوهنتون کې د شپږو محصلینو نیولو ته اشاره کړې.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي همدا راز د طالب چارواکو له لوري د سپکوونکو الفاظو د کارولو په تړاو هم اندیښنه ښوولې. ده په دې تړاو د طالبانو د امر بالمعروف د وزیر خالد حنفي څرګندونو ته اشاره کړې چې په خپله وینا کې یې نامسلمانان «له څارویو» سره پرتله کړي وو.

بینټ همدا راز په ټولنیزو رسنیو کې نفرت خپرولو او قومي تبعیض ته هم اشاره کړې؛ ده په دې لړ کې د هغوی د ظاهري ځانګړتیاوو له امله د هزاره ګانو د سپکولو په موخه د ځانګړو الفاظو کارولو او ټول پښتانه د طالبانو په ملاتړ تورنولو ته اشاره کړې.

ده خبرداری ورکړی چې داسې ژبه کارول او چلند د لویو جنایتونو مقدمه کېدلای شي او د افغانستان له ټولو وګړو یې غوښتي چې چې له نفرت خپرولو او سپکاوي ډډه وکړي او د ټولو قومونو او دینونو انساني کرامت ته درناوی وکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه