کندهار کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت په مرکزي ښار کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښې نن (پنجشنبه، ۸ د لړم) ترسره شوې او لومړۍ پېښه تر غرمې وروسته د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند د مېوو مارکیټ مخې ته شوې.

په دې پېښه کې د موټر سایکل او مازدا موټر د ټکر له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی.

همدارنګه، دویمه پېښه ماښام مهال د کندهار ښار د ښوراندام په سیمه کې رامنځته شوې او یو ټیلر موټر دوه ځوانان لاندې کړي چې یو تن مړ شوی او بل سخت ټپي شوی دی.

د پېښې یو عیني شاهد اطلاعات روز ته ویلي چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی او هغوی د کندهار د عینو مېنې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي دي.

په کندهار او نورو ولایتونو کې خلک وایي چې د سړکونو تنګوالی، خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول هغه عمده لاملونه دي چې له کبله یې داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه