د استانبول د مذاکراتو پای؛ طالبانو او پاکستان د اوربند پر غزولو او د خبرو پر دوام هوکړه کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو او پاکستان د استانبول په مذاکراتو کې د اوربند پر غزولو او د خبرو پر جاري ساتلو هوکړه کړې ده.

دې وزارت نن ماښام (پنجشنبه، ۸ د لړم) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو هوکړه کړې چې د راتلونکې میلادي میاشتې پر شپږمه به بیا ځلې په استانبول کې سره ګوري او د اوربند د لا ښه عملي کولو پر لارو-چارو به خبرې کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ټولو اړخونو د څارنې د میکانیزم پر جوړولو توافق کړی او په دې توګه به د سولې د ساتلو هڅه کېږي او سرغړوونکي به مجازات کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د استانبول د مذاکراتو پای ته رسېدل تایید کړي او ویلي یې دي: «د استانبول مذاکرات چې پېچلي و په دې هوکړې پای ته ورسېدل چې دواړه لوري به بیا ځلې سره ویني او پر پاتې مسایلو به غور او بحث کوي.»

دا خبرې چې د روانې اونۍ له پیله په استانبول کې پیل شوي وو، تر څو ورځني بن بنست او اختلاف وروسته په دې هوکړې سره پای ته ورسېدل چې اوربند به ساتي او خبرو ته به دوام ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا ډله د ډیپلوماسۍ پر پیلولو او تفاهم باور لري او د مذاکراتو بهیر یې په «صداقت، جدیت، بشپړې همکارۍ او حوصلې» سره مخ ته وړی دی.

ده ویلي: «لکه څرنګه چې طالبان له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي، له پاکستان سره هم مثبتې اړیکې غواړي او داسې اړیکو ته ژمن دي چې پر متقابل درناوي، د یوه-بل په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې او د هیڅ اړخ لپاره پر نه ګواښ بنا وي.»

دا مذاکرات چې بن بنست ته رسېدلي وو، مګر په تړاو یې نن سهار د طالبانو تر واک لاندې او پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې دا مذاکرات د ترکیې په غوښتنه بیا ځلې پیل شوي دي.

ترکیه او قطر د پاکستان او طالبانو تر منځ منځګړیتوب کوي.

د استانبول تر مذاکراتو وړاندې دواړو اړخونو دوې ورځې په دوحه کې خبرې کړې وې او پر سمدستي اوربند یې هوکړه کړې وه.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه