ریچارډ بینټ: هیوادونه دې طالبان نه عادي کوي

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي له هیوادونو غوښتي چې طالبان عادي ونه ښیي او د بشري حقونو په اړه غوڅ دریځ ولري.

ده خبرداری ورکړی چې «افغانستان د جنسیتي برابرۍ په برخه کې له سختې او سیسټماټیکې حملې سره مخ دی».

بینټ پرون (پنجشنبه، ۸ د لړم) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

بینټ په خپل راپور کې ویلي و: «د بد وضعیت د بیان لپاره مبالغې ته اړتیا نشته. د طالبانو د جنسیتي ځورونې د بنسټیز شوي سیسټم له منځه وړل او په دې هیواد کې د بشري حقونو ګڼو کړکېچونو ته رسیدګي په نړیواله کچه بېړني، اصولي او پایدار اقدام ته اړتیا لري، نه د اوسنیو چارواکو عادي کولو ته.»

ده په ټولو سیاسي بهیرونو او تصمیم نیونو کې د ښځو پر فعال ګډون او حضور ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ویلي چې پر مرستندویو ښځو د لګول شویو بندیزونو له امله بشرپالی وضعیت تر پخوا هم خراب شوی دی. ده ویلي چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارمندانو د هغوی په کار ځای کې د طالبانو بندیزونه بې مخینې او د نه منلو وړ دي.

ده خبرداری ورکړی چې طالبان نارضایتیو ته د نه پاملرنې له امله له قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو سره شخړې نورې هم زیاتوي.

بینټ ویلي: «طالبان باید خپل تبعیضي اقدامات ختم کړي او د افغانستان د راتلونکې په تړاو په تصمیمونو کې د ګوښه شویو ټولنو استازولي تضمین کړي.»

ځانګړي راپورچي د طالبانو د سختدریځې ایډیالوژۍ د اوږد مهالو خطرونو او همدا راز د نوي نسل د بنسټپالي کولو په تړاو هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «څه چې نن په افغانستان کې کېږي، د دې هیواد په پولو کې دننه نه پاتې کېږي. انفعالي پایلې به یې په پراخه کچه احساس شي.»

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه