په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسیف) استازي تاج الدین اویواله ویلي چې دا هیواد په نړۍ کې د خوړو له یوه تر ټولو ستر کړکېچ سره مخ دی.
ده پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې ۳.۵ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او یو میلیون نور ماشومان ډېر زیات ډنګر او له خطر سره مخ دي.
د یونیسیف استازي ویلي: «دا د وړاندوینې وړ ده. پایداره بودجه او ښځینه روغتیایي کارمندانو ته لاسرسی کولای شي د انسانانو ژوند وژغوري او د ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.»
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ولږې له یوه تر ټولو بد کړکېچ سره مخ دی.
د دې بنسټ په وینا، ۹.۵ میلیون وګړي له غذایي ناامنۍ کړېږي او له هرو پنځو تنو یو تن نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خوراک به له کومه کوي.
واک ته د طالبانو رسېدلو او سختې وچکالۍ په افغانستان کې فقر پراخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې تر ۲۲ میلیون زیات وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې هم دي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو دی، ګاونډي هیوادونه کډوال شړي. یوازې سږ کال له ایران او پاکستان څخه تر دوه میلیون زیات کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
