د تورخم دروازه د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوه

Photo: Social Media

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د تورخم دروازه نن (شنبه، ۱۰ د لړم) سهار د افغان کډوالو پر مخ  پرانېستل شوه.

په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې دغه دروازه یوازې د افغان کډوالو پر مخ پرانېستل شوې ده.

نوموړي له مسافرو او ناروغانو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې تورخم ته له ورتګ ډډه وکړي، ځکه یاده لاره اوسمهال یوازې د کډوالو پرمخ پرانیستل شوې او نور څوک د تګ راتګ اجازه نه لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې د پاکستان له لوري تړل شوې دي.

د تورخم د بېرته پرانېستل کېدو سره تمه کېږي چې د بند پاتې افغان کډوالو او ناروغانو ستونزې به تر ډېره حده هوارې شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه