اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۹ ښارګوټي امارتي (دولتي) ثابت شوي دي.
د دې وزارت په وینا، چې دا ښارګوټي له ۵۰ زره جریبو څخه زیاتې ځمکې رانغاړي چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې موقعیت لري.
د طالبانو عدلیې وزارت زیاته کړې، چې په کابل کې د ملا ترهخېل، سردار محمد داوود خان او ملا عزت ښارګوټي، په بلخ کې د خالد بن ولید ښارګوټی، په غزني کې د حکیم سنایي او نوآباد ښارګوټي او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي د هغو ښارګوټو له جملې څخه دي چې دولتي فیصله شوي دي.
د دې وزارت په وینا، چې د یادې مودې په ترڅ کې په کابل کې د آریا، منشي میرغلام، میرویس او حبیب الله ځاځي ښارګوټو د ځمکو ځینې برخې د مرکزي زون د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ امارتي ثابتې شوې دي.
د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې دوی د تېرو درېو کلونو په ترڅ کې د یادو ښارګوټو سربېره، په ټول هېواد کې له غاصبینو او «غیر شرعي» متصرفینو څخه شاوخوا ۴ میلیونه جریبه ځمکه راګرځولې او همدارنګه میلیونونو جریبو ځمکو دوسیې د کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونو او یا اړوندو اختصاصي محکمو کې تر کار لاندې دي.
د دولتي او عامه ملکيتونو غصب په تېر وخت کې يو ستر بحران ګرځېدلی و. بل لور ته د طالبانو له لوري د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو اقدام له نيوکو سره مخ دی. د نیوکه کوونکو په اند د طالبانو چلند له تبعيض څخه ډک دی.
