ننګرهار کې د والیبال لوبې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي وایي، چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د والیبال پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یو ځوان وژل شوی دی.

د سیمي یوه اوسېدونکي نقیب الله جبارخېل اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه تېره ورځ (جمعه، ۹ د لړم) د حصارک ولسوالۍ اړوند «ناور» سیمه کې د دوو کلیوالو ځوانانو ترمنځ د والیبال لوبې پر سر رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي دواړو له لفظي شخړې وروسته فزیکي نښته هم کړې او بیا مقابل لوري ډزې کړي چې پر مهال یې د بلال په نامه یو ۱۹ کلن ځوان په ډزو وژل شوی دی.

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پولیسو په سیمه کې قاتل نیولی چې له پلټنو بشپړېدو وروسته به یې قضیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د هغه په خبره که څه هم تراوسه د یادې پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده له دې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د «لډو» لوبې پر سر د شخړې پر مهال یو ځوان وژل شوی و.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې تر ډېره بې روزګاري، کورنی تاوتریخوالی، شخصي دښمنۍ او نور لاملونه دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه