کندهار کې د لوږې او ناروغۍ له امله درې افغان کډوال مړه شوي

ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د کندهار د تخته‌پل ولسوالۍ په «انځرګي» سیمه کې دوه کوچني ماشومان له لوږې او همدا راز یوه بله مېرمن د ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښې نن (شنبه، ۱۰ د لړم) رامنځ ته شوې دي او د مړو شویو ماشومانو عمرونه دوه او درې میاشتې ښوول شوي.

دوی له خپلو کورنیو سره ۱۵ ورځې په چمن کې بند پاتې شوي وو او له سختې لوږې او ناروغۍ سره مخامخ شوي وو.

کورنۍ یې بالاخره توانیدلې چې د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستنه شي، خو ماشومان یې مړه شوي. سرچینې همدارنګه وایي چې یوه بله ښځینه کډواله هم د سختې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

په عین حال کې راپورونه وایي چې یو بل اته میاشتنی ماشوم هم تر ډیورنډ کرښې هاخوا په چمن کمپ کې مړ شوی چې د پلار له غېږې لوېدلی و.

په دې وروستیو کې په چمن کې زرګونه افغان کډوال د ناوړه اقتصادي او روغتیايي وضعیت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دوی ډېری د سرپناه، خوراکي توکو او درملو له کمښت سره لاس‌او‌ګرېوان دي او په خرابو شرایطو کې ژوند کوي

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه