هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او پنځه ژوبل دي

هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکز لښکرګاه لسمې امنيتي حوزې اړوند «سرپریکړې» سیمه کې د یوه ټکټر ټېله چې د کور کډه پکې بار وه چپه شوې او له امله یې درې تنه مړه او پنځه ژوبل دي.

هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ آمر عزت الله حقاني وایي چې دا پېښه نن (شنبه، ۱۰ د لړم) رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوي او څلور تنه ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي؛ البته نوموړي د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ ښوولی دی.

د یادونې وړ ده چې وړاندې هم په هلمند کې دې ته ورته پېښې رامنځ ته شوې دي او مرګ ژوبله یې اړولې.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه