اطلاعات روز: په کندهار او هلمند ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وایي، چې دا پیښې تېره شپه او ورځ (شنبه، ۱۰ د لړم) د کندهار په سپین بولدک او د هلمند په مرکز لښکرګاه کې رامنځته شوې دي.
په کندهار کې یوې سرچینې وویل، چې تیره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کندهار-سپین بولدک پر لویه لار یو فیلډر موټر له یوې بار وړونکې لارۍ سره ټکر کړی چې له امله یې د فیلډر موټر چلوونکی، یوه ښځه او یو ماشوم مړه او دوې ښځې او یو ځوان سخت ټپیان شوي دي.
سرچینې وایي، چې دا پیښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
ورته مهال په لښکرګاه کې بیا د تراکتور د چپه کیدو له امله درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې دا پیښه پرون د لښکرګاه د لسمې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې، چې له املخ یې دوه نارینه او یوه ښځه مړه او څلور ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې چې دغه کسان د تراکتور په ګاډۍ کې سپاره وو.
