حجاب، کرکټ او شریعت

د راشد خان دویم واده ته غبرګونونه

خالد محمدي

د افغانستان او نړۍ د کرکټ د مشهور ستوري راشد خان د «خان» په نوم خیریه بنسټ د پرانیستنې په مراسمو کې له نوموړي سره یوه ځوانه سینګار شوې ښځه راڅرګنده شوه چې ټیکری یې هم نه و پر سر کړی. راشد خان دا بنسټ په دې موخه جوړ کړی چې په افغانستان کې د زده کړو، روغتیا، اړمنو ته د مرستې رسونې او څښاک اوبو برابرولو په برخه کې کار وکړي. که څه هم د ده پلویانو د دې کار هرکلی کړی، مګر په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د خبرو اصلي موضوع د نوموړي د میرمنې خپاره شوي انځورونه دي. 

په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې دا ښځه له راشد خان سره څنګ پر څنګ روانه ده او پر څنګ ورسره کښېني. تر اټکلونو وروسته راشد خان چوپتیا ماته کړه او پر خپل انسټاګرام یې د نکاح د انځور له خپرولو سره ولیکل چې د روان کال د اګست میاشتې پر دویمه یې نکاح ورسره کړې ده. 

ده لیکلي: «له هغې ښځې سره مې نکاح وکړه چې تل مې له دې سره د مینې، ارامۍ او همېشنۍ ملتیا احساس کاوه. تازه مې له میرمنې سره د خیریه چارو مراسمو ته ولاړم او افسوس چې له داسې ساده پېښې ناسم برداشتونه شوي دي. ساده حقیقت دادی چې دا زما مېرمن ده او موږ د یوه-بل تر څنګ یو او د پټولو څه نشته.» 

که څه هم د خپلې دویمې میرمنې نوم یې نه دی یاد کړی، مګر یو کال وړاندې یې د کابل په «امپریال کانټیننتال» مجلل تالار کې د خپل لومړي واده مراسم جوړ کړي وو او یو شمېر طالب چارواکو هم ګډون پکې کړی و. د دې مراسمو د امنیت چارې له حقاني شبکې سره اړوندو ځواکونو تأمینولې او دې شبکې هڅه کوله چې راشد خان ته ځان نږدې کړي. هغه وخت د طالبانو د اولمپیک کمیټې رییس احمدالله وثیق ویلي و، چې د راشد خان واده «په بشپړه توګه د اسلامي او افغاني کلتور په چوکاټ» کې ترسره شو. تر اوسه د راشد خان د لومړۍ میرمنې نوم او انځور نه دی خپور شوی. 

راشد خان تېر کال تر څلورو کلونو وروسته کابل ته راستون شو. د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر انس حقاني تر څنګ د نوموړي د انځور خپرېدو ګڼ غبرګونونه را پورته کړل. د کرکټ د ملي لوبډلې منتقدینو نوموړی د طالبانو په «تطهیر» او «سپینولو» تورن کړ او له هماغه وخته بیا تر اوسه د طالبانو ګڼ مخالفین د راشد خان فعالیتونه په دقت څاري. په هالنډ کې د خیریه بنسټ د پرانیستې مراسمو پر مهال له خپلې میرمنې سره د نوموړي داسې راڅرګندېدل چې پړونی نه یې دی پر سر، یو ځل بیا پراخ غبرګونونه راوپارول. 

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې ښځې د چادرۍ اغوستلو ته اړې کوي – په هرات کې ان ښځو ته په لویو پړونیو او ټیکریو کې اجازه نه ورکوي چې دولتي ادارو او روغتون ته ولاړې شي – مګر له هراته زرګونه کیلومټره لېرې د راشد خان دویمه مېرمن د طالبانو له جبري پوښاک پرته راڅرګنده شوه. 

راشد خان د کرکټ د نړۍ مشهوره څېره ده او په نړیوالو لیګونو کې د ګډون او د سترو تبلیغاتي قراردادونو له لارې یې ډېره شتمني ګټلې. په افغانستان کې د شتمنې طبقې تر منځ د دویمې او درېیمې میرمنې کول رواج دي؛ همدا راز د طالبانو تر منځ هم د څو ښځو کول دود دي. 

په عام محضر کې د راشد خان د دویمې میرمنې راڅرګندیدل/ خواله رسنۍ

د کندهاري او مشرقي طالبانو تقابل

که څه هم د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبډلمشر راشد خان د دویمې مېرمنې بې‌ حجابه راوتنه کولای شي نوموړی له ځینو پایلو سره مخ کړي. مګر بل لور ته په وروستیو کلونو کې حقاني شبکې د کرکټ د لوبغاړو ملاتړ ته مخه کړې، څو په خلکو کې خپل محبوبیت زیات کړي، په داسې حال کې چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کندهار حلقه له ورزش په ځانګړي ډول له کرکټ سره چندان دلچسپي نه لري او ورته لومړیتوب نه ښکاري. 

د راشدخان د مېرمنې د انځورونو خپرېدو د کندهار د کړیو پام ور جلب کړی دی. طالبان د «اسلامي شریعت» د تطبیق مدعي دي، خو د راشد خان او د هغه د دویمې مېرمنې دا چلند کېدای شي د طالبانو د سخت‌ دریځ تفسیر پر وړاندې پټ مقاومت وبلل شي. د راشد خان د انسټاګرام پوسټ په ۱۲ ساعتونو کې تر ۲۴۸ زرو ډېر لایکونه واخیستل او د نړیوالو رسنیو توجه یې جلب کړه؛ دا چاره ښیي چې له دین څخه د ټولنیز برداشت او د طالبانو د تعبیر تر منځ ډېر لوی درز شته دی.

په دې وضعیت کې اساسي پوښتنه دا ده چې د طالبانو د حکومت، په ځانګړې توګه د دې ډلې مشر د کندهاري د نږدې حلقې اقدام به د دې پر وړاندې وي. د دې کړۍ لپاره د سخت دریځي شریعت پلي کول مطلق لومړیتوب دی او د هغوی په اند د کرکټ په ګډون ورزش حاشیوي شی دی. د کندهار تمرکز پر ديني زده کړو او د سختدریځې ایډیولوژۍ پر ترویج دی، په داسې حال کې چې حقاني شبکه هڅه کوي د طالبانو «نرمه، انعطاف‌پذیره او موډرنه» څېره خلکو ته وښیي. 

په حقیقت کې د طالبانو د واک په جوړښت کې د کندهار د څانګې او حقاني شبکې ترمنځ ژور درز موجود دی او له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان واکمن شوي، دا درز هره ورځ زیات شوی دی. د ملا هبت‌الله اخوندزاده پر محور را ټول کندهار طالبان ځان مکلف ګڼي چې «اسلامي شریعت» په هره بیه پلی کړي، خو د سراج‌الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه ځان د «عملګرا» په توګه معرفي کوي او هڅه کوي طالبان په نړیوال ډګر کې لږ منزوي ښکاره کړي. 

راشد خان له انس حقاني سره په یوه میلمستیا کې/ خواله رسنۍ

په دې منځ کې کرکټ د حقاني شبکې لپاره یوازې یو ورزش نه بلکې یوه اغېزمنه تبلیغاتي وسیله هم ده چې د طالبانو داخلي او خارجي انځور رنګین کوي. حقاني شبکه هڅه کوي د راشدخان په څېر د مشهورو لوبغاړو له محبوبیته په استفادې د طالبانو سیاسي او ټولنیز مشروعیت پیاوړی کړي او دا پیغام وړاندې کړي چې نوي طالبان د دین تر څنګ له معاصرو پدیدو سره ژوند کولای شي. 

خو، د کندهارۍ حلقې په نظر، دا ډول چلند د «کفري فرهنګ» د نفوذ نښه ده. د طالبانو د مشر په اند نړیوال ورزشونه چې غربي سپانسران او لوګوګانې لري او په یو ډول یې له ښځو سره تړاو وي، له شک پرته پردي ارزښتونه دي. له همدې کبله د راشدخان د دویمې مېرمنې د حجاب موضوع به د کندهاریانو لپاره یوه بهانه شي څو پر حقاني شبکې خپل فشار نور هم ډېر کړي. 

د راشد خان د لومړي واده انځور/ خواله رسنۍ

د طالبانو غبرګون 

یو شمېر طالبانو پر ټولنیزو رسنیو پر راشد خان توندې نیوکې کړې دي. د طالبانو یوه رسنیز کارن حامد کندهاري پر ایکس لیکلي: «راشد خان نه هم اسلامي او نه هم افغاني دودونو ته پام کړی.»

یو بل طالب کارن محمدالله قریشي لیکلي: «راشد خان په افغاني ټولنه کې یو سپک نوم دی چې د خپلې ښځې څېره یې وښوده او خپل پخوانی عزت یې بایلود. د راشد پر حال افسوس دی!» یو شمېر نورو هم په توهینوونکو الفاظو بریدونه پرې کړي دي. 

د دې په مقابل کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر نور کارنان په دې باور دي چې د راشد خان د دویمې ښځې له لوري د ټیکري نه پر سر کول پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدویتونو پر وړاندې یو اعتراض دی. په عین مهال کې منتقدان پوښتي چې راشد خان ولې د خپلې لومړۍ میرمنې انځور خپور نه کړ؟ ویل کېږي چې د راشد خان دویمه مېرمن چې په یو لوېدیځ هیواد کې ژوند کوي، د افغانستان د کرکټ لوبډلې ملاتړې ده، تر ډېره حده د دې له لوري د اسلامي حجاب نه مراعتول د سیاسي تصمیم پر ځای، یوازې د غربي ژوند سبک دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه