د افغانستان له نورو سیمو سربېره د دغه هېواد په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول ننګرهار او لغمان کې د طلاق وروسته د یو شمېر ښځو ژوند له کړاوونو ډک تیریږي. دا ښځې نه یوازې له اقتصادي ستونزو، ټولنیز فشار او کورني محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي، بلکې ځینې یې د رواني فشارونو له امله تر دې بریده رسېدلې دي چې د ځان وژنې هڅې یې کړې دي. د ټولنې منفي چلند، د کورنۍ نه ملاتړ او د بیا واده محدود فرصتونه هغه عوامل دي چې د طلاق شویو ښځو ژوند یې لا پسې تریخ کړی او ورځ تر بلې یې ستونزې په زیاتیدو دي.
د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۷ کلنه بنفشه (مستعار) چې د درېیو ماشومانو مور ده، وایي له نن پنځه کاله وړاندې د خاوند او د هغه د کورنۍ د تاوتریخوالي له امله یې پرېکړه وکړه، چې خپل ګډ ژوند ته د پای ټکی کېږدي، ځکه په خبره یې نور یې د تاوتریخوالي د زغم توان نه درلود او د تېر جمهوري حکومت په وروستي کال په دې وتوانېده چې له خپل خاوند طلاق واخلي.
بنفشه زیاتوي: «شپږ کاله مې له خپل خاوند سره په ډېره سختۍ تېرل کړل، ځکه پر ما یې ډېر ظلم کاوه او تل به یې راباندې فزیکي کارونه کول له کوره یې بهر هم نه پرېښودم، خُسر او خواښې به مې ډېره وهلم او اخر هم دیته مجبوره شوم، چې د خپل پلار په سلاح مشوره مې د طلاق اخیستلو اقدام وکړ چې بریالۍ شوم کله چې مې طلاق اخیسته خسرګنۍ به په مرګ ګواښلم.»
بنفشه چې له طلاق اخیستو وروسته د پلار په کور کې اوسېږي، وایي له خپل خاوند ترمنځ څخه د جلاکېدو اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی او د خاوند پر نشه یي توکو اخته کېدل یادوي.
د هغې په خبره هغه ښځې چې له خاونده جلا کېږی معمولاً یې په خپلو کورنیو کې بیا هرکلی نه کېږی او دغه راز په افغاني ټولنه کې طلاق شویو مېرمنو ته په ښه سترګه نهکتل کېږي.
بنفشې زیاته کړه: «کله مې له خپل خاوند طلاق اخیسته نو درې واړه اولادونه یې راڅخه ایسار کړي او د خپلو اولادونو پسې زیاته ځورېږم، دغه راز د پلار په کور کې هم ژوند سخت دی اقتصادي ستونزې زیاتې دي تراوسه لا د ښه خاوند په پېدا کېدو نه یم توانېدلې، خو دې ټولو تشویشونو ان له ژوند خوابدې کړې یم او څو ځلې مې د ځان وژنې هڅه کړې، خو مور مې مخینوی کړی او راته وایي، چې د وخت په تېرېدو به هر څه ښه شي خو زما په ګډون د طلاق شویو ښځو ستونزې نه حل کېږي.»

په افغانستان کې جبري او په کم عمر کې د نجونو ودول، له نجلۍ د هلک د انتخاب حق اخیستل، اقتصادي ستونزې او کورني تاوتریخوالي د دې لامل شوي چې ډېری ښځې خپل ګډ ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکې مریم (مستعار) چې د دوو ماشومانو مور ده وايي، شاوخوا یو کال پوره کېږي چې له خاوند یې طلاق اخیستی او له خپلو اولادونو سره د پلار کور کې ژوند کوي.
نوموړې زیاتوي، هغه له خپل رضایت پرته د کورنۍ له لوري په جبري توګه واده شوې، خو له واده وروسته د خاوند له لوري وهل او ټکول کېده او اړ شوې چې طلاق واخلي.
د مریم په وینا، چې د جلاکېدو له پرېکړې نیولو وروسته یې، موضوع له کورنۍ سره شریکه کړې او د مخورو او مشرانو له لوري یې، طلاق چارې مخته وړل شوي دي.
مریم وویل: «ما د خپل ژوند لپاره بل ملګری ټاکلی و، خو کورنۍ مې ټېنګار کاوه چې له خپلې خوښې پرته بل هلک سره واده وکړم، زده کړې په لس ټولګي کې پاتې شوې له کله چې واده شوې یم ښه ورځ مې نه ده لیدلې، نو اخر اړ شوم چې له خپل خاوند طلاق واخلم اوسمهال د پلار په کور کې اوسېږم خو دلته هم له خاوند پرته ژوند سخت دی او اوس د بل ښه خاوند په لټه کې یم.»
د هغې په وینا، په افغاني ټولنه کې تر ډېره طلاق شوې ښځې د کلتوری او ټولنیزو محدودیتونو او سختو شرایطو له کبله تر نارینه وو له زیاتو ستونزو سره مخامخېږي. هغه وایي له طلاق وروسته ورسره د خپلو خپلوانو له لوري سم چلند نهکېږي چې له امله یې، هغه له رواني وضعیت سره مخ شوې ده.
هغې وویل: «ما له مجبوریته طلاق واخیسته بله لاره مې نه درلوده ډېرې سختۍ مې وګاللې، خو اوس خپل او خپلوان پیغورونه راکوي، وايي چې ولې دې طلاق واخیسته او میړه دې پریښوده؛ همدې خبرو ډېره خواشینې کړې یم او ځورېږم خو له طلاق اخیستو وروسته اقتصادي ستونزې، د کورنۍ او ټولنې نه ملاتړ او بې روزګارۍ د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی یم او بیخي رانه لاره ورکه ده.»

دغه راز د لغمان اوسېدنکې شکیلا چې له درېیو کلونو ګډ ژوند وروسته له خپل خاوند د جلا کېدو په هڅه کې ده، وایي خاوند یې د ژوند لګښتونو برابرولو کې پاتې راغلی او له دریو کلونو ګډ ژوند وروسته اړه شوې چې جدا شي.
شکیلا نیوکه کوي، چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو پر لګولو سربېره، هغوی د طلاق له حقه هم محرومه کړې دي.
نوموړې ادعا کوي، چې د کورني تاوتریخوالي او له مېړه له ناوړه او بلد چلند له امله د طالبانو له محکمو د طلاق غوښتنه کوي، خو نه یوازې دا چې غوښتنه یې نه منل کیږي، بلکې په تحقیري نومونو رټل کېږي او ان د خپل قضیې د حل په برخه کې ورڅخه طالب قاضیان رشوت غواړي.
شکیلا زیاتوي: «خاوند مې پر نشه یي توکو روږدی دی زما د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولی مجبوره شوې یم، چې طلاق ترې واخلم خو کله چې محکمې او یا د امربالمعروف ادارې ته ځم طالبان راته بد رد نومونه کاروي او راته وایي، چې ښځې باید د مېړه شکنجه او وهل ټکول وزغمي، نارینه حق لري ښځې یې ووهي او یو بل طالب قاضي راته وویل چې د طلاق مسله به دې حل شي، خو ته باید تر دېرش زره افغانیو رشوت ورکړې او ان په ځينو ځایونو کې راڅخه طالبانو جنسي غوښتنه هم کړې.»
د هغې په وینا، د طالبانو د غوښتنو نه منلو وروسته د طالبانو محکمې هم هغه له طلاق اخیستلو منع کړې او ګواښلې یې چې نور دې د طلاق اخیستو په موخه اړونده ادارو ته مراجعه نه کوي.
شکیلا زیاتوي، د طالبانو محکمې ته په څو ځلي تللو سره نه یوازې د طلاق پر اخیستو بریالۍ شوې نه ده، بلکې د طالبانو له لوري ورته ویل شوي چې د ښځو خبرې نه مني، ان که پر حقه هم وي.
شکیلا زیاتوي: «هغه ښځې چې طلاق اخلي نو د طالبانو د امربالمعروف ادارې او محاکمو کې یې ستونزې ته رسېدګي نه کېږي، راته ویلي يې دي چې ښځه حق نه لري له خاوند طلاق واخلي او یا یې په اړه دوی ته شکایت وکړي، بلکې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند کېږي د ښځو د طلاق مخنیوی کېږي او هغه ښځې چې طلاق یې اخیستی هم له زیاتو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه په افغاني ټولنه کې لویه بدبختي دا ده چې څوک په اسانۍ طلاقې شوې ښځې نکاح ته زړه نه ښه کوي او همدا لامل وي چې له طلاق وروسته کلونه کلونه ښځې د پلار په کور کې له کړاو ډک ژوند تېروي.»
په ورته مهال ښځينه ډاکټره سلګۍ مومند وایي، چې ښځې له خپلو مېړونو څخه له جلا کېدو وروسته له خپګان، اضطراب او ګوښه کېدو سره مخ کېږي.
د مومند په وینا رواني فشار او د ښځو لپاره د ټولنیز ملاتړ نشتوالی نور هم دغه زیانونه زیاتوي.
هغې وویل: «زیاتره ښځې چې دلته ما ته مراجعه کوي د کورنۍ ملاتړ نه لري، اقتصادي ستونزې یې زیاتې دي، په وېره کې ژوند کوي او بل کس یې هم د ټولنې د بدو رواجونو له امله بیا واده کولو ته زړه نه ښه کوي، نو دا ټولې ستونزې لامل کېږي چې طلاق شوې ښځې په حفګان او ان ځان وژنې ته اړ شي.»
په همدې حال کې د ښځينه حقونو فعالانې له مېړنو څخه د جلا شویو ښځو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي او د طلاق شویو مېرمنو لپاره د رواني، اقتصادي او ټولنیز ملاتړ غوښتنه کوي.
د هغې په وینا، په افغاني ټولنه کې طلاق ته په ښه سترګه نه کتل کېږي او دغه راز له اولادونو بېلتون بیا هغه لاملونه دي، چې له کبله یې دغه ډول ښځې بې برخلیکه ژوند تېروي.
ښځينه فعاله مرسل افغان وايي، چې جبري او په کم عمر کې ودونه لامل کېږي چې د ښځې او خاوند ترمنځ طلاق رامنځته شي. افغان زیاته کړه: «د طلاق د رامنځته کېدو لاملونه معلوم دي، په بدو او کم عمرۍ کې د نجونو ورکړه، د هلک له انتحاب حق نه ورکول، اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی یې عمده لاملونه دي، که چېرې په دې برخه کې بنسټیز کار ونه شي او نجونو ته حپل حقوق ورنه کړل شي دا لړۍ به لاپسې زیاته شي.»
په ورته مهال ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې په دې وروستیو کلونو کې د امربالمعروف ادارې محتسبینو د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه کورنۍ قضیې حل کړي او په ښارونو او کلیو کې یې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره پروګرامونه پیل کړي دي.
بدلون زیاتوي: «ننګرهار کې د زیاتو ښځو ستونزو ته رسېدګي کېږي، دا تېره اوونۍ د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيه کې يوې نجلۍ، چې د کوژدې يې پنځه کاله کېدل او خاوند يې په روانې ناروغۍ اخته وو د عريضې په ترڅ کې د خلعې غوښتنه وکړه، د هلک د رواني ناروغۍ په درک سره د دواړو کورنيو په رضايت خلع او طلاق واقع شو او نجلۍ د بدل الخلع په توګه هلک ته ۱۲۵ زره افغانۍ ورکړې. دغه پرېکړه د فقهي موازينو او قاعدې له مخې تر سره شوه او د دواړو کورنيو ترمنځ د شخړې مخنيوی وشو. نو دې ته ورته په لسګونه د ښځو قضیې حل شوې دي.»
خو، پر دې سربيره که تاوتريخوالی هر څومره زيات هم وي، طلاق د ښځو لپاره يو ستره منع شوې موضوع ده او د افغانستان په کلتور کې هغه ښځې چې له خپلو مړونو څخه جلا کېږي، د منفي قضاوت ښکار کېږي.
