هلمند کې د دېوال لویدو له امله یو ماشوم مړ او دوه تنه ژوبل دي 

هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په بولان سیمه کې د یوه دیوال ړ لویدو له امله یو ماشوم مړ او یوه ښځه او یو ماشوم سخت ژوبل شوي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال شیر محمد وحدت وايي چې دا پیښه نن (شنبه،  ۲۹ د لیندۍ) مازیګر مهال د زیات ورښت له امله رامنځ ته شوې. 

نوموړی زیاتوي چې ټپیان د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او اوس یې درملنه کېږي دي. 

دا په داسې حال کې چې نن سهار وختي هم د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د یو کور د چت لویدو له امله ٣ کسان مړه شوي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه