کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د مېوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو سړي جسد موندل شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلپ چې د دې کس جسد چې په مرموز ډول وژل شوی و، نن ( شنبه ۲۹ د لیندۍ) د مېوند ولسوالۍ بازار ته څیرمه موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، تر اوسه د وژل شوي کس هویت نه دی معلوم شوی او دا هم نه ده روښانه شوې چې نوموړی چا او په کوم دلیل وژلی دی.
د پېښې په اړه تر اوسه د طالبانو سیمهییزو مسوولینو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې وخت ناوخته په هېواد کې جنايي جرمونه او داسې پټې پټې وژنې کېږي خو عاملین یې پټ پاتې کېږي او طالبان هم د داسې پېښو په تړاو جزییات نه رسنیز کوي.
